ملګري ملتونه: تېره میاشت افغانستان کې د مرستو رسولو چارو مخنیوي تر ټولو ډېرې پېښې ثبت شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا "اوچا" وايي، تېره اګسټ میاشت کې یې په افغانستان کې د مرستو رسولو د چارو د مخنیوي تر ټولو ډېرې پېښې ثبتې کړې دي.
اوچا ادارې پخپل تازه راپور کې ویلي، په تېره اګسټ میاشت کې د دوی دوه مرسته رسوونکي وژل شوي، څلور ټپیان دي او ۱۴ زنداني شوي دي.
دغه بنسټ پخپل راپور کې ویلي، په یاده میاشت کې یې د مرستو رسولو د چارو د مخنیوي ۱۲۹ هڅې شوي چې له ډلې یې ۳۳ هڅې داسې وې چې له امله یې د لنډمهال لپاره د مرستو رسولو بهیر درېدلی و.
سرچینې زیاته کړې، په دغه میاشت کې ۱۲۹ ځلي د مرستو رسولو بهیر د مخنیوي هڅې شوي دي چې ۳۳ ځلي خو دا هڅې دومره پیاوړې وي چې د لنډ مهال لپاره یې د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړی و.
یاد بنسټ پخپل تازه راپور کې د بشردوستانه پروګرامونو د پلي کولو په څرنګوالي کې لاسوهنه او له مرستندویانو سره تاوتریخچن چلند هم د مرسته رسونې د چارو د مخنیوي په هڅو کې شمېرلې دي.
دغه بنسټ د مرسته رسولو په چارو کې د ستونزو جوړولو ۷۰ سلنه مسوولت طالب چارواکو او هغوي پورې تړلیو وسله والو ته راجع کړی دی.
د راپور د جزیاتو په تشریح کې راغلي، په تېره اګست میاشت کې یې د مرستو رسولو د پروګرامونو په پلان جوړولو کې د لاسوهنې ۵۲ پېښې، د چارواکو د علاقې وړ اشخاصو ته د قرارداد ور کولو لپاره د چارواکو د فشار اچولو ۲۳ پېښې او د مرستندویانو د استخدام په چارو کې د لاسوهنې ۵ پېښې ثبتې کړې دي.
بي سي سي د اوچا د تازه راپور په اړه د طالبانو د غبرګون لرلو هڅه وکړه خو ونه توانېدو.

د عکس سرچینه، Getty Images
د یادولو ده چې طالبانو وړاندې ویلي، مرستندویه ادارو سره مرسته کوي او په کارونو کې یې لاسوهنه نه کوي.
اوچا پخپل راپور کې د مرستندویانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو په تشریح کې لیکلي، په اګسټ میاشت کې نهه مرسته رسوونکي زنداني شوي، یو مرکز په زور تړل شوی، د مرستو رسولو له مرکزونو د غلا ۱۲ او د مرستندویانو د ګواښلو ۷ پېښې ثبتې شوې دي.
دغه بنسټ ویلي، له مرسته رسوونکو د سره د تاوتریخوالي او بریدونو ډېرې پېښې وسله والو جرمي ډلو کړې دي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د خلکو اقتصادي وضعیت لا ډېر خراب شوی چې د اوچا مرستندوی بنسټ یې هم په تړاو خبر داری ور کړی دی.
روانه اونۍ د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام یا (ډبلیو ایف پي) خبرداری ور کړ چې افغانستان سخت ژمي په مخ کې لري او خلک د لوږې له خطر سره مخامخېدای شي.
دغه بنسټ ویلي، یو اعشاریه یو میلیارد ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري چې وکولی شي اتلس میلیونو خلکو ته د شپږو نورو میاشتو لپاره په میاشتې ډول بشردوستانه مرستې ورسوي.








