اوکرایین کې د روسیې 'ټولپوښتنه'؛ اروپايي ټولنې د بندیزونو ګواښ کړی

په داسې حال کې چې روسیې د اوکرایین د اشغال شویو سیمو "تش په نامه" ټولپوښتنه کې د بریا ادعا کړې، اروپايي ټولنې پر روسیه د لا نورو بندیزونو لګولو خبرداری ورکړی.

اروپايي ټولنه وايي، د اوکرایین په اشغال شویو سیمو کې د ټولپوښتنې تنظیموونکو لپاره دا کار ناوړه پایلې ولري.

د اوکرایین په هغو څلورو سیمو کې ټولپوښتنه پای ته رسېدلې، چې روسیې اشغال کړې دي. د مسکو لخوا دغو سیمو لپاره ګومارل شویو چارواکو ادعا کړې چې ډېرو خلکو دې ټولپوښتنه کې د "هو" رایه کارولې.

په دې توګه دا شکونه پیاوړي شوي، چې روسیه به دا ټولپوښتنه خپلې خاورې سره د اوکرایین د د غو سیمو یو ځای کولو ته پلمه کړي.

د بریتانیا دفاع وزارت وايي ولادیمیر پوتین ښايي راتلونکو څو ورځو کې خپلې خاوروې سره د دغو سیمو د تړلو اعلان وکړي.

دغه وزارت ویلي کېدای شي ښاغلي پوتین دا اعلان د جمعې پر ورځ د روسیې پارلمان ته د پلان شوې وینا پر مهال وکړي.

اوکرایین او لوېدیځوالو متحدینو یې دا ټولپوښتنه جعلي بللی او په وینا یې سیناریو یې د کرملین له لوري چمتو شوې ده.

د یادونې ده، چې د اوکرایین په دونیڅک او لوهانڅک په جلا شویو سیمو کې دا ټولپوښتنه ختمه شوې ده. په دې لړ کې د اوکرایین په خیرسون او ژاپوریزیا هغو سیمو کې هم ټولپوښتنه تنظیم شوې چې روسي پوځونو نیولې دي.

په نړیواله کچه دا رایې اچوونه په رسمیت نه پېژندل کېده او له همدې امله یې خپلواکو سرچینو د ټګي برګي مخنیوي لپاره څارنه هم نه ده کړې.

د دې رایې اچوونې لپاره د روسیې په لر او بر کې کډوالو هم په لسګونو مرکزونو کې رایې ورکړې، چې په روسیې پورې د غوټه شوې کریمیا اوسېدونکي هم پکې شامل وو.

د اچول شویو رایو لومړنۍ شمېرې ښيي چې خورا لوی شمېر خلکو له روسیې سره د یو ځای کېدو په پلوي رایې ورکړې.

په دې جګړه ځپلو سیمو کې چې د اوکرایین ټولې خاورې ۱۵ سلنه کېږي، له نژدې څلور میلیونو خلکو غوښتل شوي وو، چې رایې وکاروي.

د اشغال شویو سیمو د ادغام پلمه

بل لور داسې ګومان کېږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین به د جمعې پر ورځ د خپل هېواد پارلمان ګډې غونډې ته وینا کې له روسیې سره د اوکرایین څلورو نیول شویو سیمو د یو ځای کېدو اعلان وکړي.

ښاغلي پوتین ۲۰۱۴ کال کې په ورته توګه له یوې داسې ټولپوښتنې څو ورځې وروسته له روسیې سره د کریمیا ټاپو وزمې یو ځای کېدو اعلان وکړ، چې په رسمیت نه وه پېژندل شوې.

که روسیه دا څلور سیمې په خپله خاوره پورې وتړي، اوکرایین جګړه به ورسره یوه نوي او خطرناک پړاو ته ورسېږي، ځکه روسیه به د دې سیمو بېرته اخیستو هره څه پر خپله خاوره د برید په معنا ترسیموي.