رکشه چلوونکي د ۲۵۰ میلیونه روپیو لاټري وګټله؛ خو اوس پښېمانه دی

Anoop

د عکس سرچینه، ANI

هند کې یو رکشه چلوونکی چې څه موده مخکې یې دوه نیم سوه میلیونه هندۍ روپۍ په لاټرۍ کې ګټلې وې، اوس وایي دومره ډېر خلک ورنه مالي مرسته غواړي چې دی نور په تنګ شوی او د لاټرۍ په ګټلو پښېمانه دی.

د کېرالا ایالت اوسېدونکي انوپ روانه سپتمبر میاشت کې دا لاټري ګټلې وه، چې څه باندې درې میلیونه ډالر ترې جوړېږي.

نوموړي د لاټرۍ له ګټلو یوه اوونۍ وروسته پر خواله رسنیو یوه ویډیو خپره کړه او له خلکو یې وغوښتل چې نور دی او د ده کورنۍ په عذاب نه کړي او پیسې دې نه ورنه غواړي.

نوموړي ویلي، له دې به ښه وای چې لږې پیسې یې ګټلې وای خو د خلکو له غوښتنو به په کرار وای.

انوپ وایي، اوس آن پر دې غور کوي چې له خلکو د ځان پټولو لپاره کومې بلې سیمې ته کډه وکړي.

د انوپ لاټري، چې دوه نیم سوه میلیونه هندۍ روپۍ دي، د کېرالا ایالت په تاریځ کې تر ټولو لویه لاټري ده چې یو کس یې ګټي.

نوموړي د روانې سپتمبر میاشتې پر ۱۶مه نېټه د خپل زوی د پیسو کوچنی صندوق مات کړ چې مالیزیا ته د الوتکې ټکټ واخلي او هلته نوې دنده پیل کړي.

خو د سپتمبر پر ۱۷مه نېټه نوموړي د لاټرۍ همدا ټکټ واخیست او وروسته همدې ټکټ تر ټولو لویه جایزه وګټله.

له دې اعلان وروسته د ډېرو خلکو پام د انوپ کورنۍ ته ور واوښت او له کوره بهر یې هم د رسنیو او کامرو کتارونه جوړ شول.

خو وروسته وضعیت له کنتروله ووت او انوپ وایي، له خپل کور نشي وتلی او آن خپل ناروغ زوی هم ډاکټر ته نشي بېولی.

دی وایي، هر سهار یې خلک د کور مخې ته ولاړ وي او دی ورته وایي چې تر اوسه یې د لاټرۍ پیسې نه دي ترلاسه کړې، خو وایي خلک یې په خبره باور نه کوي.

ټاکل شوې چې انوپ به له دې ۲۵۰ میلیونه روپیو سل میلیونه حکومت ته مالیه ورکوي، او پاټې ۱۵۰ میلیونه به ده ته پاتې کېږي.

د کېرالا ایالت حکومت ویلي، انوپ ته به په دې اړه روزنه او مشوره ورکوي چې دومره ډېرې پیسې څنګه په سمه توګه وساتي او ویې لګوي.