د ایټالیا ټاکنې؛ د ښي اړخي ګوند د بریا وړاندوینه شوې

د عکس سرچینه، Reuters
غیر رسمي پایلي ښيي چې ایټالیا کې ټولټاکنې توندلارې ښې اړخې مشرې جیورجیا مېلوني ګټلي او نوموړې د دغه هېواد د لومړنۍ ښځینه لومړۍ وزیره ټاکل کېدونکې ده.
که د اغلې مېلوني بریا تایید شي نو نوموړې به وغواړي چې تر دویمې نړیوالې جګړې را وروسته ایټالیا کې تر ټولو توند ښي اړخی حکومت رامنځته کړي.
ایټالیا د اروپايي ټولنې درېیم ستر اقتصاد دی او د همدې لپاره به دا ګام د دې وچې سترې برخې ته د خطر زنګ وي.
د رای غیر رسمي پایلې اټکلوي چې اغلې مېلوني به د ۲۲ او ۲۶ سلنې ترمنځ رایې ګټلې وې او په دې توګه له خپل تر ټولو نږدې منځلاري کیڼ اړخي سیال 'اېنریکو لېتا' مخکې ده.
لومړنیو غیر رسمي پایلو اغلې مېلوني ته د مشرانو جرګې یا سنا ټاکنو کې د ۲۴ اعشاریه ۶ سلنې رایو د ګټلو اټکل کړی و او داسې ښکاري چې اېتلاف یې د سنا ۴۲ اعشاره ۲ سلنه رایې خپلې کړې دي.
اوس د ولسي یا استازو جرګې ټاکنو د ډېرو رایو په ګټلو سره د نوموړې د ښي اړخي اېتلاف برلاسي لا ډاډمنه شوې ده.
له جیورجیا مېلوني سره دغو ټاکنو کې د پخواني لومړي وزیر 'سېلویو بېرلوسکوني' فروزا او د 'ماتیو سالویني' لیګ ښي اړخي ګوندونه ملګري دي.
غیر رسمي ښيي چې د دغو ګوندونو اېتلاف به د ولسي جرګې (چمبر) د ټولو څلورو سوو له ۲۲۷ تر ۲۵۷ او د سنا د دوه سوه له څوکیو د ۱۱۱ او ۱۳۱ ترمنځ څوکۍ خپلې کړي.
د منځلاري کیڼ اړخي ګوند لخوا د استازو جرګې له ۷۸ تر ۹۸ څوکیو او سنا کې له ۳۳ تر ۵۳ څوکیو د ګټلو وړاندوینه شوې.

د عکس سرچینه، Reuters
د جیوزپې کونتې په مشرۍ 'پنځه ستوري غورځنګ' دغو ټاکنو کې دریم ځای خپل کړی.
دا غورځنګ که څه هم ګڼې منځلارې کیڼ اړخې پالیسۍ تعقیبوي خو له ښاغلي اېنریکو سره یې د جوړجاړي احتمال کم ښکاري.
د ایټالیا دغو ټاکنو کې د خلکو ګډون هم په ډراماتیک ډول کم و او د رایې اچونې بهیر د درېدو تر مهاله څه کم ۶۴ سلنه خلکو رایې کارولې وې.
د ایټالیا کورنیو چارو وزارت دغو ټاکنو کې د ګډون کچه د ۲۰۱۸ کال ټاکنو پرتله ۱۰ نمرې ټیټه ښودلې.
ویل کېږي په ځانګړې توګه د سیسلي په ګډون سویلي سیمو کې خلکو لږې رایې کارولې دي.
اوس به د ایټالیا ولسمشر دا پرېکړه کوي چې راتلونکې مشر څوک دی او دا پرېکړه ښايي یو څه وخت هم واخلي.
جیورجیا مېلوني د اوکرایین پر ملاتړ په ټینګار او د اروپايي ټولنې پر ضد له څرګندونو په ډډې کولو سره د خپل تصویر او دریځ د نرمولو هڅه کړې.
خو نوموړې اصلا د یوه داسې ګوند مشري کوي چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د بېنیټو موسولیني د فاشیستانو له یوه راټوکېدلي غورځنګ سرچینه اخلي.
ایټالیا د اروپايي ټولنې د بنسټ ایښودونکو له ډلې او د ناټو غړې ده.
خو پر دې ټولنې لفظي بریدونو اغلې مېلوني د هنګري ملتپاله مشر وېکټور اوربان ته نږدې کړې ده.
د هغې د اېتلاف دواړو ملګرو 'ماتیو سالویني' چې د ښي توندلاري لیګ او پخوانی لومړی وزیر 'سېلویو بېرلوسکوني' چې د منځلاري ښي اړخي فورزا ګوند مشري کوي، روسیې سره نږدې اړیکې پاللې.

د عکس سرچینه، Reuters
۸۵ کلن بېرلوسکوني تېره اوونۍ وویل چې ګوندې ولادیمیر پوتین پر اوکرایین برید ته لمسول شوی او ښاغلي سالویني بیا پر مسکو د لویدیځ بندیزونه د پوښتنې وړ بللي دي.
جیورجیا مېلوني غواړي چې اروپايي ټولنې سره له کورونا وبا له زیانونو رغېدو لپاره د مرستو او پورونو د ۲۰۰ میلیارد یورو بدل کې د سمونونو هوکړې ته بیا کتنه وکړي.
نوموړې وايي د انرژۍ کړکېچ اوس وضعیت بدل کړی دی.
د هنګري لومړي وزیر سیاسي سلاکار بلازس اوربان د ایټالیا ښي اړخو ګوندونو ته د بریا مبارکۍ کې تر نورو مخکې شوی دی.
هغه ویلي "اوس تر بل هر وخت داسې ملګرو ته ډېره اړتیا لرو چې اروپا ته د ورپېښو ننګونو په اړه ګډ لیدلوری او دریځ لري."









