شهباز شریف: چا ته چې زنګ وهم فکر کوي پیسې ورنه غواړم

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د یاد هېواد اقتصادي حالت ته په پام سره ویلي، حالات يې تردې ځایه رسېدلي، چې که هسې هم له چا سره ویني او یا زنګ ورته وهي، نو دده په ټکیو 'هغوی دا فکر کوي، چې پیسې رانه غواړي.

ښاغلي شریف په اسلام اباد کې یوې غونډې ته وینا کې دا خبرې کړې دي.

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې، نور هېوادونه پرمختګ کوي او دوی په قرض پسې ګرځي.

"نور هیوادونه په مزه او خوشالۍ د خپل قام د پرمختګ پر لور په منډه روان دي او موږ دلته ګورو د قرض لپاره، هلته ګورو د قرض لپاره، مخ ته ګورو قرض که شاته ګورو قرض."

ښاغلي شریف په دې وینا کې وویل، د هيواد د لومړي وزیر په حیث که د هر هيواد له مشر سره وینئ او یا هم په ټليفون ورسره خبرې کوئ، نو هغوی همدا د پیسو فکر کوي.

دي وايي:"نن که کوم دوست هيواد ته ځم، نو هغوی وايي، پیسو غوښتلو ته راغلی دی. چاته چې ټليفون وکړم، نو هغوی فکر کوي، پیسې رانه غواړي. قایداعظم خو ددې لپاره دومره لوی غورځنګ نه و پيل کړی."

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وویل، کله چې يې د لومړي وزیر په حیث د هيواد واګې په لاس کې واخیستې، نو اقتصادي حالت تر بل هروخت له سخت بحران سره مخامخ وو.

دی زیاتوي، له همدې اقتصادي بحران سره په هېواد کې تر بل هروخت زیات سیلابونه راغلل او د ده په خبره 'دې یې ستونځې څو چنده زیاتې کړې.'

دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلی شریف د خپل هېواد په هکله داسې څرګندونې کوي، بلکې تردې وړاندې يې هم ورته یوه وینا پر ټولنیزو رسنیو ډېره لاس په لاس شوې، چې په هغه کې هم نوموړي همدې ته ورته خبري کړې وې.

نوموړي ویلي وو: "زه اوس له سعودي عرب څخه راغلم، متحده عرب اماراتو ته تللی وم او ترکیې ته تللی وم، او ما هغوی ته وویل، چې تاسو زموږ ډېر ښه وروڼه یاست، تل مو زموږ مرسته کړې ده. ما ورته وویل، چې تاسو به فکر کوئ، چې زه پیسو غوښتلو ته راغلی یم، زه دې ته نه یم راغلی، خو مجبوري مو ده، لکه څنګه چې مو تېر پنځه اویا کاله زموږ مرسته کړې، بس لږ مرسته راسره وکړئ، موږ به بیا ټول قام شپه او ورځ یوه کوو، خولې به تویوو او په خپلو پښو به درېږو."

بلې خواته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، له پاکستان سره يې د ۴۵۰ ملیونه ډالره نوره مرسته کوي، چې دا به د ایف شپاړس الوتکو د بیا رغونې برخه کې وي.

د یاد وزارت ویاند نيډ پرایس وايي، پاکستان د دوی یو ښه ملګری هيواد او له دوی سره د ترهګرۍ ضد جګړه کې همکاري کړې ده.