تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې سېلابونه؛ ۱۸ نور کسان هم سېلابونو کې وژل شوي دي
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي
پاکستان کې د سېلاب ویجاړی لاهم روان دی او هلته په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې اتلس نور کسان هم په سېلابونو کې وژل شوي دي. د دغه هیواد په تر ټولو لوی منچر دریاب کې له تېرې شپې راهیسې اوبه لږې کمې شوې دي خو ورسره نژدې دادو ولسوالي ټوله په اوبو کې ډوبه شوې ده.
په ورته وخت کې ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په دغه هېواد کې به حالات لا نور خراب شي.
د پاکستان د سیند ایالت په دادو ولسوالۍ کې دومره اوبه ډنډ شوې دي چې ان لوی موټر او بسونو هم په اوبو کې تر نیمايي زیات ډوب ښکاري.
هلته کوڅې، لویې لارې، دوکانونه او کورونه اوبو لاندې کړي دي.
چارواکي وايي، له پرون راهیسې یې زرګونه خلک خوندي سیمو ته لېږدولي او ورڅېرمه منچر دریاب کې هم اوبه اوس له تېرې شپې راهیسې کمې شوې دي، خو شاوخوا کلي يې لاهم ټول خالي شوي دي.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف نن چارشنبه د پښتونخوا ډېره اسماعیل خان سیمې ته تللی و او هلته يې د پله د بیارغونې غونډې ته وینا کې ویلي، له سېلاب ځپلو سره يې مالي مرستې زیاتې کړې دي، ځکه چې د ده په خبره خلکو ته سېلابونو بېخي زیات تاوانونه رسولي دي.
حکومت سېلاب ځپلو سره د مالي مرستې ډېرولو اعلان کړی
ښاغلي شریف ویلي، "په پاکستان کې تردې زیاته تباهي ما په ټول عمر نه ده لیدلې. زموږ حکومت لومړی ۲۸ ملیارده کلدارې د دې لپاره ځانګړې کړې چې له هر هغه کور سره مرسته وشي چې سېلاب متاثره کړی دی او هرې کورنۍ ته به ۲۵ زره کلدارې ورکول کېږي. خو څنګه چې د سېلاب تباهي زیاتېده، مالي مرستې مو هم زیاتې کړې او پرون مو دا پرېکړه وکړه چې دغه مرستې به له ۲۸ ملیارده تر ۷۰ ملیارده کلدارو پورې زیاتوو."
له دې سره پرون سه شنبه د ملګرو ملتونو له لوري خبرداری ورکړل شو، چې په پاکستان کې د سېلابونو له امله حالات تردې هم خرابېدلی شي، ځکه چې د دغه سازمان په خبره په سېلاب ځپلو سیمو کې ناروغۍ خپرېږي او هلته روغتیايي اسانتیاوې په نشت حساب دي.
د ملګرو ملتونو له لوري په دې خبرداري کې ویل شوي، په دغه هېواد کې څه کم پنځلس سوه روغتیايي مرکزونه ویجاړ شوي او شاوخوا ۴۳۰ یې په بشپړ ډول له منځه تللي دي.