پاکستاني چارواکي: سېلابونو ۱۰ میلیارده ډالره زیان اړولی، نړیوال دې مرسته وکړي

پاکستاني چارواکي وايي چې وروستیو سېلابونو دغه هېواد ته میلیاردونه ډالره زیان اړولی او له نړیوالې ټولنې یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د دغه هېواد د مالیې وزیر مفتي اسماعیل وايي، وروستیو سیلابونو او د پشکال سختو بارانونو تر لس میلیارده ډالره مالي زیانونه اړولي دي.

له یوه شخصي تلویزیو ن سره په خبرو کې ښاغلي اسماعیل وویل، ښايي د اوښتو زیانونو اټکل له سروې وروسته له دې هم لوړ شي ځکه چې د نوموړي په ټکو د اقتصاد هره برخه زیانمنه شوې ده.

د پاکستان حکومت له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې او ځینو هېوادونو مرستې ور استولي خو د سیلابونو زیانونه هومره پراخ دي چې ښايي شوې مرستې کافي نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم د دغه هېواد په ځینو برخو کې د لا نورو سېلابونو اټکل شوی دی او تېر هغه له ګڼ مالي او ځاني زیان سره مله وو.

د میوې او سبزۍ بیې ختلې دي

بلخوا سېلابونو د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې فصلونه له منځه وړي او ګڼې لویې لارې یې ویجاړې او یا تړلې دي چې له کبله یې په بازارونو کې د میوې او سبزۍ بیې ان تر ۲۰۰ سلنې ختلې دي.

د کراچۍ سبزۍ منډیۍ د سوداګرو ټولنې مشر زاهد اعوان بي بي سي ته ویلي که څه هم په ځينو سیمو کې تر سېلابونو مخکې فصلونه ټول شوي وو خو ستونزه دا ده چې لارې ویجاړې او یا تړلې دي او د لېږدولو بهیر یې ټکنی شوی دی.

بلخوا دی وايي چې د ترکارۍ او د لمدې میوې کاروباریانو هم له وخته په "ناوړه" ګټنې سره د دغو خوراکي توکو نرخونه خېژولي چې خلکو ته یې پېرل ګران شوي دي.

په سيمه کې د بي بي سي خبریالان وايي، په کراچۍ، لاهور او کوټه کې د دوی مالومات ښيي چې هلته هېڅ ډول سبزي هم کیلو په دوه سوه کلدارې نه کمه نه موندل کېږي.

په داسې حال کې چې څو اوونۍ مخکې یو کیلو پیاز له ۶۰ تر ۸۰ روپۍ و خو اوس له دوو تر درو سوو خرڅېږي.

د یادولو ده لاهور ته سبزي یا ترکاري د جنوبي پنجاب او سند له لارې او همدا راز میوه د سوات او کوټې له لارې ورځي چې اوس دا سیمې سېلابونو سختې ځپلې دي.

د سېلاب ځپلو لاسنیوی

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شريف چې پرون (یکشنبه) کوټې ښار ته تللی و، نن د سېلاب ځپلو سیمو د لېدو لپاره پښتونخوا ته تللی دی.

سوات او نوښار ته د بي بي سي پښتو ورغلی خبریال وايي، چې سېلابونو خورا ډېر وېجاړی کړی او په ګڼو کورونو کې اوبه ولاړې دي.

د سوات یوه اوسېدونکي بي بي سي ته وویل "اوبه لا هم په ډېرېدو دي، له پوځ غواړي چې که څوک په کورونو کې ایسار وي، په الوتکو کې دې خوندي ځایونو ته یوسي"

هلته په بلوچستان ایالت کې هم سېلاب ځپلو ته له هوايي لارو د مرستو لړۍ روانه ده.

ایالتي حکومت په خبرپاڼه کې ویلي چې نن (دوشنبه) یې نوشکي سیمې ته تر ۲ زره کیلو ډېر توکي لېږلي دي چې کېږدۍ او ځینو نور خوراکي او غیرخوراکي توکي پکې دي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو همغږۍ اداره بیا وايي، ښايي حالت تر دې "بدتر" شي. د دې ادارې په وینا، پاکستان ته د نړیوالو مرستې په ورسېدو دي.

د یادونې ده چې پاکستان کې طبيعي پېښو ته د چمتووالي ادارې (اېن ډي اېم اې) د مالوماتو له مخې، په ټول هېواد کې د وروستيو سېلابونو له امله د وژل شويو کسانو شمېر ۱۰۶۱ ته رسېدلی او نژدې يو ميليون کورونه وېجاړ شوي دي.