ارمینیا وايي، له اذربایجان سره جګړه کې یې تر سلو ډېر سرتېري وژل شوي

ارمینیا

د عکس سرچینه، Getty Images

د ارمینیا لومړی وزیر نیکول پاشینیان وايي، له تېرې دوشنبې راهیسې یې له اذربایجان سره پر پوله په جګړه کې تر سلو ډېر سرتېري وژل شوي دي.

هاخوا اذربایجان بیا وايي، په دې جګړه کې د دوی هم پنځوس سرتېري وژل شوي.

دغه دواړه هېوادونه داسې مهال یو بل پر وژنو تورنوي چې تر منځ یې جګړې یو ځل بیا زور اخیستی دی.

د پخواني شوروي اتحاد د دغو دواړو غړو هېوادونو تر منځ دا اوږده جګړه د نګورنو کاراباخ په نوم سیمې باندې ده چې په نړیواله توګه یوه پېژندل شوې پوله او د اذربایجان برخه ده خو ډېری اوسېدونکي یې ارمینیایان دي.

روسیې او امریکا دواړو پر دغو هېوادونو غږ کړی چې سوله وکړي.

د ارمینیا لومړي وزیر نیکول پاشينیان د خپل هېواد پارلمان ته په وینا کې اذربایجان تورن کړی چې له تېرې دوشنبې راهیسې یې د دوی ۱۰۵ سرتېري وژلي دي.

همدا راز یې ویلي چې اذربایجاني سرتېرو دا اوونۍ د ارمینیا لس کیلومیتره مربع سیمه هم نیولې ده او په خبره یې، اوس یې له خپل اوږدمهاله ملاتړي هېواد روسیې پوځي مرسته غوښتې ده.

خو اذربایجان بیا د دې اوونۍ په درشل کې شوې پېښې او دا تورونه ردوي، همدا راز یې دا هم رد کړې چې ګواکې د ارمینیا په یوه پوځي اډه کې دې دوی د روسي ځواکونو اړوند ځينو ګاډو باندې دې برید کړی وي.

د اذربایجان دفاع وزارت ادعا کړې چې لومړی یې ګاونډي (ارمینیا) بریدونه پيل کړي دي.

رویټرز خبري اژانس د دغه هېواد د دفاع وزارت له قوله ویلی، "زموږ ځواکونه د هر عمل پر وړاندې د غبرګون لپاره اړین ګامونه پورته کوي."

د سې شنبې په ورځ روسیه د دغو دواړو هېوادونو تر منځ په یوه اوږده مهاله اوربند کولو کې پاتې راغله او له چهارشنبې ورځې راهیسې اذربایجان او ارمینیا دواړه پر یوه بل د تاوتریخوالي د پیلولو تورونه پورې کوي.‌

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ ناوخته ارمینیا وویل چې له اذربایجان سره یې پر اوربند هوکړه کړې خو د اذربایجان له لوري یې تر اوسه د منښتې تایید نه دی شوی.

که څه هم د دغو دواړو ګاونډیو تر منځ مخکې هم د نګورنو کاراباخ پر سر جګړه شوې خو دا تازه هغه یې په تېرو دوو کلونو کې تر ټولو خونړۍ هغه بلل شوې ده.

د یادولو ده چې په نګورنو کاراباخ سیمه کې،‌ چې ډېری وګړي یې ارمینیایان دي د کلتوري وېش تر څنګ خلک له مذهبي پلوه هم سره وېشلي دي. پکې پراته ډېری ارمینیایان عیسویان دي خو د اذربایجان هغه یې اکثریت مسلمانان دي. د همدې سیمې پر سر په ۱۹۸۰ مو، ۱۹۹۰ مو کلونو کې دوه ځله لویې جګړې شوې، په ۲۰۲۰ کال کې بیا یوه جګړه تر شپږ اونیو پورې روانه وه، خو لنډ مهاله نښتې بیا دلته یو معمول دی.