تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زېلېنسکي: له ۶۰۰۰ کیلومتر مربع ډېره خاوره مو بېرته نیولې
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي وايي ځواکونو له روسیې د خپلې خاورې ازادولو عملیاتو کې لا ډېرې سیمې بېرته نیولې دي.
د نوموړي په وینا اوکراییني ځواکونو د سپتمبر له پیله د دغه هېواد ختیځ او سویل کې تر ۶۰۰۰ کیلومتر مربع ډېره خاوره بېرته نیولې ده.
بي بي سي په خپلواک ډول دا شمېر نه شي تاییدولی.
مسکو منلې چې د اوکرایین شمال ختیځ خارکیېف کې یې ځینې مهم ښارونه له لاسه وتلي دي.
پوځي شنونکي دا د اوکرایین روانه جګړه کې یوه مهم پرمختګ ګڼي.
روسي چارواکو ویلي ځواکونه یې د بېرته منظمېدو او پر لوهانسک او ډونېڅک سیمو د لا ډېر تمرکز لپاره له ځینو سیمو په شا شوي دي.
ښاغلي زېلېنسکي دوشنبه خپله شپنۍ خبري غونډه کې وویل "زموږ جنګیالیو د سپتمبر له پیل تر ننه ختیځ او سویل کې د اوکرایین له ۶ زره کیلومتر مربع زیاته خاوره ازاده کړې ده. "
که تایید شي، نو دا د اوکراییني ځواکونو لخوا پیل شویو عملیاتو کې د ډېر چټک پرمختګ ښودنه کوي.
د یادونې ده چې ښاغلي زېلېنسکي تېره پنجشنبه یوازې د زر کیلومتر مربع خاورې د بېرته نیولو خبره کړې وه.
یکشنبه وویل شول چې د ازادې شوې خاورې اندازه درې برابره یعنې ۳ زره کیلومتر مربع ته رسېدلې ده.
د اوکرایین ولسمشر دې خبري غونډه کې دغو عملیاتو کې ښکېل اوکراییني ځواکونه وستایل او هغوی یې رښتینې اتلان وبلل.
هغه دا روښانه نه کړه چې کوم کلي او ښارونه یې بېرته نیولي.
د ایزوم ښاروال والېري مارچینکو بي بي سي ته ویلي چې دا ښار اوس د اوکراییني ځواکونو لاس کې دی او د اوکرایین بېرغ پکې پورته شوی.
د نوموړي په وینا دمګړۍ هلته چاڼ او تصفیه روانه ده چې روسي ځواکونه د خلکو کورونو کې نه وي پټ شوي.
د روسیې پوځ منلې چې ځواکونه یې خارکیېف کې له بالاکلیا، ایزوم او کوپیانڅک ښارونو وتلي دي.
خو د کرملېن ماڼۍ ویاند دمیتري پېسکوف ټینګار کړی چې اوکرایین کې به د دوی پوځي عملیات له پیله د ټاکل شویو کارونو ترسره کېدو پورې دوام ولري.
روسیې همدا راز ویلي ځواکونه یې هغو سیمو کې هم بریدونو ته دوام ورکوي چې په دې وروستیو کې اوکرایین بېرته ترې نیولې.
د اوکرایین ولسمشر تېره ورځ ویلي و چې روسي ځواکونه د دوی د پرمختګونو غچ کې ملکي تاسیسات د بریدونو هدف ګرځوي.