تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زېلېنسکي: روسیه د اوکرایین پر پنځمه برخه کنټرول لري
د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي ویلي روسي ځواکونه اوس د دوی د هېواد پر ۲۰ سلنه برخه کنټرول لري.
اوکرایین د اروپا تر ټولو ستر هېواد دی او دا شل سلنه خاوره یې دومره کېږي لکه بلجیم، لوګزامبورګ او هالنډ درېواړه چې سره یو ځای کړئ.
ښاغلي زېلېنسکي دا څرګندونې د لوکزامبورګ پارلمان ته وینا کې کړي.
هغه وویل د اوکرایین نږدې ۱۲۵ کیلومتر مربع خاوره د روسیې لاس کې ده.
په دې کې کریمیا ټاپووزمه هم شاملېږي چې مسکو په ۲۰۱۴ کال کې لاندې او خپلې خاورې پورې وتړله.
د اوکرایین ولسمشر وايي له روسي ځواکونو سره د دوی د جګړې لومړۍ کرښه تر ۱۰۰۰ کیلومترو غځېدلې ده.
هغه دا ادعا هم کړې چې د دوی هېواد کې د وژل شویو روسي سرتېرو شمېر پر ۳۰ زره اوښتی چې دا شمېر افغانستان او د چیچنیا دواړو جګړو کې له وژل شویو روسي سرتېرو لوړ دی.
مسکو تر اوسه اوکرایین کې یوازې د خپلو ۱۳۰۰ سرتېرو د وژل کېدو جزیات ورکړي.
د روسیې تازه بریدنه
د اوکرایین لوهانڅک سیمې چارواکي وايي، روسي ځواکونو له هر لوري د اوکرایین په ختیځ کې پر اوکراییني دفاعي کرښو بریدونه کړي دي.
په مهم سیورودونیڅک ښار کې چې ډېره برخه یې د روسي ځواکونو په لاس کې ده، جګړې زور اخیستی.
د لوهانڅک مشر سیرهي هایدای د اوکرایین یو + یو ټلویزیون ته پر پنجشنبه وویل، سیورودونیڅک ښار نیول د روسیانو مهم هدف دی.
نوموړي وویل: ''د تېرې شپې تر ګهیځه دوی نه دي بریالي شوي، دوی د ښار ډېره برخې کنټرول ترلاسه کړی، خو ټول ښار یې نه دی نیولی. ''
نوموړي زیاته کړه: ''جګړه روانه ده، زموږ ځوانانو تېره ورځ ځوابي بریدونه وکړل، د یو شمېر لارو، کوڅو کنټرول یې ترلاسه کړ او ځینې جنګي بندیان یې ونیول. ''
سیرهې هیدای دغه راز ویلي د سختې جګړې له کبله له دې ښاره د ملکي خلکو ایستلو چاره هم ټکنۍ شوې ده. د نوموړي په دې کې هغه ملکي خلک هم شامل دي چې د دې ښار په یوه ستره کیماوي کارخانه کې یې پناه اخیستې.
که روسي ځواکونه د سیورودونیڅک بشپړ کنټرول ترلاسه کوي، مانا به یې دا وي چې د ختیځ دونباس ټولې لوهانڅک سیمې کنټرول به ترلاسه کړي.
'د امریکا راکټي سیسټم به د جګړې اور زیات کړي'
بل لور له هغه وروسته چې امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وویل، اوکرایین ته د اوږده واټن ګوزار کوونکي توغندي ورکوي، روسیې پر امریکا تور پورې کړی چې ګواکې غواړي په اوکرایین کې جګړه وغځېږي.
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند دیمتري پېڅکوف وايي، امریکا ''په لوی لاس غواړي (د جګړې) پر اور تېل وشیندي. ''
نوموړي زیاته کړه: ''د توغندیو دا ورکړه د اوکراییني مشرتابه هغه هیله نه پوره کوي چې د سولې خبرې بیا پیل شي. ''
بل لور جرمني حکومت پرېکړه کړې، چې اوکرایین ته د هوايي دفاع یو سیسټم ورکړي.
جرمني چانسلر یا صدراعظم اولاف شولز د خپل هېواد پارلمان ته ویلي، د ای، ار، ای، اېس په نامه دا سیسټم تر ټولو ډېر عصري هغه دی او ورسره به اوکرایین وتوانېږي، له روسي هوايي بریدونو د خپلو ښارونو دفاع وکړي.
د روسیې دفاع وزیر سرګي لاوروف هم اوکرایین ته د دې عصري وسلو پر ورکړه نیوکه کړې او په وینا یې احتمال زیات شوی چې دې سره به یو درېیم هېواد هم په جګړه کې ښکېل شي.
د یادونې ده، چې په اوږده واټن کې ګوزار کوونکی راکټي سسټم کولای شي له لا زیات لېرې واټنه د دښمن ځواکونه په کره ډول په نښه کړي.