زېلېنسکي: روسي ځواکونه د اوکرایین د پرمختګ غچ کې ملکي تاسیسات هدف ګرځوي

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي روسیه تورنه کړې چې ګوندې د دغه هېواد ختیځ کې یې د اوکراییني ځواکونو پرمختګونو په غچ کې هلته مهمې زېربناوې د بریدونو هدف ګرځولې.‌

د رپوټونو له مخې د خارکیېف او ډونېڅک په ګډون د اوکرایین ختیځو سیمو کې د شاوخوا ۹ میلیون کسانو برېښنا پرې شوې ده.‌

دا تر هغې وروسته ده چې د اوکرایین حکومت د دوی د ځواکونو لخوا د دغو سیمو بېرته نیولو لپاره پیل کړو عملیاتو کې له روسیې تر ۳۰۰۰ کیلومتر مربع د زېاتې خاورې ازادولو خبر ورکړ.‌

بي بي سي په خپلواک ډول دا شمېر نه شي تاییدولی.

د خارکیېف ښاروال اېهور تېرېکوف وایي پر ملکي زېربناو د روسي ځواکونو بریدونو له کبله د دغه ښار ډېرو برخو ته د برېښنا او پاکو اوبو جریان پرې شوی دی.‌

هغه دا د اوکراییني‌ ځواکونو د وروستیو پرمختګونو غچ کې د روسي پوځيانو یوه چټله او لوېدلې هڅه بللې ده.‌

په ورته وخت له خارکیېف د بي بي سي خبریاله اورلا ګیورین وايي چې د شپې له مخې هلته د توغندیو لګېدو ته ورته غږونه اورېدل کېدل.‌

د خارکیېف ښاروال او والي له خلکو د ارامتیا غوښتنه کړې او ویلي چې د بېړنیو مرستو ادارې د ستونزو د حل او د لګېدلي اور د وژلو هڅې کوي.‌

له دنېپروپېتروفسک او پولتاوا سیمو هم د ورته ستونزو رپوټونه ورکړ شوي دي.‌

ښاغلي زېلېنسکي د اوکرایین ختیځ کې پر میلیونونو کسانو د برېښنا له بندېدو وروسته د ټولنیزو رسنیو یوه پوست کې ویلي چې هېواد ته یې د سړې تودې، لوږې، تندې او تیارې تر زغمولو د روسیې پر وړاندې درېدل ډېر مهم دي.

‌که د اوکراییني‌ ځواکونو د پرمختګونو ادعا تایید شي، نو دا به په دې معنا وي چې دغو ځواکونو تېرو ۴۸ ساعتونو کې بېرته نیولې سیمې درې برابره کړې.

د اوکرایین ولسمشر د پنجشنبې مازیګر له روسي ځواکونه د زر کیلومتر مربع خاورې د بېرته نیولو خبرو ورکړ و او د شنبې پر ورځ وویل شول چې دا اندازه دوه برابره شوې.

بي بي سي د اوکرایین حکومت لخوا ورکړل شوې شمېرې نشي تاییدولی او خبریالان هم لومړیو کرښو ته له لاسرسي راګرځول شوي.‌

تر اوسه دا پوښتنه هم نه ده حل چې اوکراییني ځواکونه به تصفیه شوې سیمې وساتلی شي که څنګه.

ځکه د دغه هېواد دفاع وزیر اولېکسي رزنیکوف فاینېنشل ټایمز سره مرکه کې خبرداری ورکړی چې روسي ځواکونه ښایي‌ بېرته له سره بریدونه وکړي.

نوموړي وویل "په هر برید کې چې زموږ د خاورې کومه برخه ازادېږي، باید وروسته هغه کنټرول کړو او دفاع ته یې ځان چمتو کړو."