د ملکې الېزابت مړینه؛ مړی یې اډنبرا ته لېږدول کېږي

د ملکې تابوت له بالمورال وویستل شو، له شپږ ساعته سفر وروسته به له ابرډېن او له ډندي تېر او اډنبرا ته یوړل شي.

د جنازې د کاروان دویم موټر کې د ملکې لور، شهزادګۍ او مېړه يې سر ټام لارېنس ناست دي.

شهزادګۍ به ان تابوت سره یو ځای وي ځکه چې تابوت لومړی اډنبرا او بیا لندن ته لېږدول کېږي.

زرګونه کسان به د دې کاروان لیدونکې وي ځکه چې د ملکې تابوت هولیروډ هاوس ماڼۍ ته لېږدول کېږي.

د جنازې دغه کاروان سره د پولیسو، ملاتړو او نورو بهرنیو په ګډون ټولټال ۴۵ موټرې مله دي.

ټاکل شوې د ملکې تابوت د سې شنبې پر ورځ لندن ته راورسېږي، د ملکې تابوت به د چارشنبې پر ورځ ویسټ مېنسټر هال کې کېښودل شي.