تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسرائیلي پوځ؛ قوي احتمال شته چې شیرین ابو عاقله زموږ سرتېري وژلې وي
د اسرائیلو پوځ وايي، د دې قوي احتمال شته چې فلسطین الاصله امریکايي خبریاله شیرین ابوعاقله د دوی کوم یوه سرتیري وژلې وي.
د الجزیرې تجربه لرونکې خبریاله سږ کال د مې په میاشت کې هغه مهال په سر وېشتل شوې وه، چې د اردن لویدیځ کې د جګړې له ډګره یې رپوټ ورکاوه.
د اسراييلي پوځ دا څرګندونې د شيرين ابو عاقله د وژنې مسووليت منلو ته یو نږدې اقرار ښکاري.
د پوځ لوړپوړو چارواکو د شیرین په وژنه کې د ښکېلو سرتېرو په وړاندې د قانوني پلټنو امر کړی.
د ابو عاقلې کورنۍ په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي، دا دوی ته حیرانوونکې نه ده، چې د اسرائیلو دفاعي ځواکونه د حقیقت پټولو او د هغې د وژنو مسولیت منلو کې زړه نا زړه وو.
عیني شاهدانو او فلسطیني چارواکو هغه مهال لا ادعا کړې وه، چې شیرین د اسرائیلي پوځیانو له خوا وژل شوې او دا ادعا د ملګرو ملتونو او یو شمېر رسنیو په څېړنیزو راپورونو کې تایید شوې ده.
د اسرائیلو دفاعي ځواکونه وايي، چې په دې اړه یې په کور دننه ګڼې پلټنې کړې دي.
د دوی یوه جګپوړي چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل، د دې قوي احتمال شتون لري چې شیرین ابو عاقله "د یوه اسرائیلي سرتېري لخوا په غلطۍ سره وژل شوې وي او کیدای شي د یوې خبریالې په توګه هغه یې نه وي پېژندلې. "
یاد چارواکي زیاته کړې، چې پلټونکو په پېښه کې له ښکېل سرتېري سره خبرې کړې دي.
د امريکا ولسمشر جوبايډن منځني ختیځ ته د خپل وروستي سفر په لړ کې د اسرائیلي سرتېرو لخوا د فسطینۍ توکمه امریکایۍ خبریالې شیرین ابو عاقله وژنه خواشینونکې پېښه بللې وه او ویلي و چې عاملان یې باید ځواب ووایي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش هم ویلي و، چې لوېديځه غاړه کې د الجزیزې تلویزیون د باتجربه خبریالې 'شېرین ابو عاقله' وژل کېدو حیران کړی دی.
د ښاغلي ګوتېرش له ادرسه په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي و چې "اړوند چارواکي دې د دې پېښې په تړاو خپلواکې او رڼې څېړنې وکړي او دا دې ډاډمنه کړي چې له عاملانو سره یې حساب کېږي."
هغه مهال الجزیرې ویلي و، ۵۱ کلنه خبریاله شیرین ابو عاقله اسرائیلي پوځیانو په "رڼا ورځ" او "قصدآ" وژلې ده.
۵۱ کلنه فلسطین الاصله امریکایۍ خبریاله شیرین ابو عاقله یوه پېژندل شوې څېره وه او له دغې سیمې د خپلو رپوټونو او خبري پوښښ له کبله ستایل کېده.
ابو عاقله چې خبریالانو ته ځانګړی زغروال واسکټ یې په تن و او اوسپنیزه خولۍ یې هم په سر کړې وه هغه سړک ته نژدې په ډزو ویشتل شوې وه چې د اسرائیلي ځواکونو او فلسطیني وسلوالو تر منځ نښته روانه وه.