امریکا پر تایوان د ۱.۱ میلیارد ډالرو وسلو پلور تصویب کړ، دې کار چين په غوسه کړی

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دې تړون کې د ۶۵۵ میلیون ډالرو په ارزښت د رادار سیسټم او د ۳۵۵ میلیون ډالرو په ارزښت ۶۰ هارپون ضد بېړۍ توغندي شامل دي

د امریکا حکومت پر تایوان د ۱.۱ میلیارد ډالرو د وسلو د پلور پرېکړه تائید کړې خو دې چارې یې چین سخت په غوسه کړی دی.

د وسلو د پلور دې وړاندیز شوې معامله کې د بېړۍ ضد او هوايی ځواک ضد توغندیو سربیره د رادار سیسټمونه هم شامل دي چې کولی شي هوایی بریدونه وڅاري.

تېره میاشت د امریکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي له تایوان څخه لیدنه وکړه.

په تېرو ۲۵ کلونو کې دا د امریکا تر ټولو چګپوړې چارواکې ده چې ټایپي ته یې سفر وکړ.

په واشنګټن کې د چین سفارت پر امریکا غږ کړی، چې دغه تړون لغوه کړي او خبرداری یې ورکړی چې ښايي له غچ اخیستونکو اقداماتو سره مخ شي.

د چین د سفارت یوه ویاند وویل، دا تړون د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ اړیکې "سختې اغېزمنې" کوي.

Nancy Pelosi leaving Taipei

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، تېره میاشت د امریکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي له تایوان څخه لیدنه وکړه

امریکا کې د چین د سفارت چارواکي وايي: "چین به د دې وضعیت په ځواب کې کوټلي او اړین ګامونه واخلي."

بیجینګ بیا خپلواکه ټاپو (تایوان) خپل ملکیت ګڼي او ټینګار کوي چې دا باید له مرکزي چین سره یو ځای شي.

متحده ایالاتو د جمعې په ورځ د وسلو تړون تصویب کړ، خو اوس به د متحده ایالاتو په کانګرس کې رایه ورکول کېږي او کانګرس کې تایوان زیات ملاتړي لري.

په دې تړون کې د ۶۵۵ میلیون ډالرو په ارزښت د رادار سیسټم او د ۳۵۵ میلیون ډالرو په ارزښت ۶۰ هارپون ضد بېړۍ توغندي شامل دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دا تړون "د تایوان د بشپړتیا لپاره مهم دی."

دې وزارت په بیجینګ غږ وکړ، چې پر تایوان پوځي، دیپلوماتیک او اقتصادي فشارونه پای ته ورسوي او د مذاکراتو پر لور حرکت وکړي.

چین امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا کې د چین د سفارت چارواکي وايي: "چین به د دې وضعیت په ځواب کې کوټلي او اړین ګامونه واخلي."

د بایډن اداره وايي چې دوی به د میلیاردونو ډالرو چینایي وارداتو باندې تعرفو لګولو ته دوام ورکړي.

دا مالیات د ټرمپ ادارې لخوا پلي شوي وو.

امریکايي چارواکو تر دې مخکې د انفلاسیون د مخنیوي لپاره د تعرفو د لیرې کولو په اړه فکر کاوه.

په ورته وخت کې د جمعې په ورځ ولسمشر جوبایډن له اوکرایین سره د ۱۳.۷میلیارد ډالرو بېړنۍ مرستې تصویب کړې.

پنټاګون تېره اوونۍ وویل چې له اوکرایین سره د امریکا د پوځ ټولې مرستې له ۱۳ میلیاردو ډالرو ډېرې شوې دي.