تایوان کړکېچ؛ چین له امریکا سره پر مهمو مسائلو همکاري په ټپه دروي

بیجینګ همدا اوس د تایوان په شاوخوا کې پوځي تمرینات کوي.

د عکس سرچینه، Handout

د عکس تشریح، بیجینګ همدا اوس د تایوان په شاوخوا کې پوځي تمرینات کوي.

چین له امریکا متحدو ایالتونو سره د اقلیمي بدلون، پوځي مذاکراتو او نړیوالو جرائمو مخنیوي په ګډون یو لړ مهمو مسائلو کې همکاري په ټپه دروي.

چین دا نوی اقدام تایوان ټاپو ته د امریکا استازو جرګې مشرې نانسي پیلوسي په مشرۍ د کانګرېس غړو یوه پلاوي سفر ته غبرګون کې کوي.

چین چې پر اغلې پیلوسي او کورنۍ یې بندیزونه هم اعلان کړي، دا سفر پر تایوان ټاپو د خپل ملکیت ادعا مقابل کې یوه ننګونه بولي. تایوان چې په هېواد کې دننه خپلواکه اداره لري، ځان له مرکزي چینه جلا بولي.

بل لور د جمعې پر ورځ د چین بهرنیو چارو وزارت وویل، له امریکا سره پوځي مذاکرات، د غیر قانوني کډوالو ستنولو، اقلیمي بدلون اړوند خبرې او د نړیوالو جرمونو پلټنو لړ کې همکاري لغوه کوي.

د یادونې ده، چې دا وروستیو کلونو کې د دې دواړو ځواکمنو هېوادونو تر منځ له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لړ کې تاوده اړیکي ټینګ شوي وو. پروسږ کال په ګلاسګو اقلیمي غونډه کې چین ژمنه کړې وه چې له امریکا سره د شین کوریزو ګازونو کمولو لړ کې د همکارۍ لپاره ''په بېړنۍ توګه '' خبرې کوي.

د چین بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي دي د همکارۍ درولو پرېکړه ځکه شوې، چې اغلې پیلوسي تایوان د ''چین له سخت مخالفت سره سره '' سفر کړی دی. په اعلامیه کې دغه راز اغلې پیلوسي او ورسره مل پلاوی یې چې ۲۵ کاله وروسته یې د امریکا تر ټولو لوړ پوړې سیاستوالې په توګه دا سفر کړی، په ''سخته پاروونه '' تورنه شوې ده.

د جمعې پر ورځ د چین بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چونینګ په یوه ټویټر پیغام کې د امریکا بهرنیو چارو پالیسي غندلې او دا یې د امریکايي پولیسو له لاسه د جارج فلوایډ وژنې سره تشبیه کړې ده.

د یادونې ده چې تورپوټوکی بې وسلې جارج فلوایډ ۲۰۲۰ کال کې یوه امریکايي پولیس وژلی و او له هغه وروسته په نړیواله کچه د نژاد پالنې پر ضد پراخ احتجاجونه شوي وو.

اغلې چونینګ لیکلي: ''موږ امریکا ته اجازه نه شو ورکولای چې له ځانه 'نړیوال پولیس ' جوړ کړي او نورو هېوادونه د جورج فلوایډ په څېر وځوروي، او پر مرۍ یې ګونډه کېږدي. ''

بل لور د جمعې پر ماسپښین د سپینې ماڼۍ رسنیو سکرترې کارین جین پیري یوې خبري غونډې ته وویل، اغلې پیلوسي '' بالکل حق درلود '' چې تایوان ته سفر وکړي او د چین اقدامات ''په بنسټیز ډول بې مسوولیته '' دي.

نوموړې زیاته کړه، موږ هڅه کوو چې خپلو ګټو او ارزښتونو ته پام سره له بیجینګ سره د اړیکو ټولې لارې پرانیستې وي.