چین د تایوان هوايي دفاعي زون ته ۳۰ جنګي الوتکې استولې

تایوان وايي، جې - ۱۱ ډوله جنګي الوتکې یې په دفاعي زون کې لیدل شوې (ارشیف تصویر)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تایوان وايي، جې - ۱۱ ډوله جنګي الوتکې یې په دفاعي زون کې لیدل شوې (ارشیف تصویر)
    • Author, زبیده عبدالجلیل
    • دنده, بي بي سي

تایوان وايي، چین یې د هوايي دفاع ساحې ته ۳۰ جنګي الوتکې استولې او دوی یې د خبرداري ورکولو لپاره جنګي الوتکې هوا ته استولې دي.

دا پېښه پرون دوشنبه رامنځته شوې او له جنورۍ راهیسې دا ډول دویمه تر ټولو مهمه پېښه ده.

دا پېښه له هغه وروسته رامنځته شوې، چې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن چین ته په تایوان کې د لاسوهنې په صورت کې خبرداری ورکړ او دغه راز په همدې ورځ امریکايی چارواکو له تایوان سره د امنیت برخه کې د خبرو لپاره دې هېواد ته سفر کړی.

چین له تېرو څو میاشتو راهیسې د هوايي ځواک فعالیتونه ډېر کړي دي او په وینا یې هدف یې د روزنې چارې دي. له همدې کبله تایوان کې غوسه ډېره شوې او ورسره په سیمه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

چین تایوان ته د یوه بېل شوي ایالت په نظر ګوري چې که وغواړي بېرته یې په زور له خپلې خاورې سره یو ځای کولای شي.

د تایوان دفاع وزارت وايي، وروستۍ پېښه کې ۲۲ جنګي الوتکې او د اوبتلونو په نښه کوونکې الوتکې شاملې وې.

دغه الوتکې د پاراتاس ټاپو هوايي حریم ته رسېدلې چې د تایوان هوايي دفاعي ځواک ساحه ده.

د تایوان دفاع وزارت په یوه خپره شوې نقشه کې ښوول شوي چې چینايي الوتکې خپله د تایوان فضايي حریم ته نه دي ننوتې.

د شنونکو په وینا د تایوان پر لور د چین هوايي ځواک الوتنو ډېرېدو لامل په رسمي توګه د تایوان له لوري د خپلواکۍ اعلان پر لور تګ ته یو خبرداری دی.

بیجینګ له دې مخکې ویلي، د دې الوتنو هدف یې د خاورې تمامیت ساتنه ده.