میانمار: انګ سان سوچی په ټاکنو کې د درغلۍ له کبله په درې کاله زندان محکومه شوې

Aung San Suu Kyi speaks to media ahead of the 2015 general election

د عکس سرچینه، Soe Zeya Tun

د میانمار یوې پوځي محکمې د انګ سان سوچي زندان درې کاله نور هم زیات کړ او تور یې دا ښودلی چې په ټاکنو کې يې درغلې کړې ده.

د دې هېواد پخوانۍ مشره انګ سان سوچي دمګړۍ د ۱۱ قضیو له کبله په ۲۰ کاله بند محکومه شوې، د هغې وکیلانو بي بي سي ته ویلي، چې ګڼ تورونه یې لا پاتې دي.

د میانمار دا پخوانۍ مشره پرې لګېدلي ټول تورونه ردوي او دا قضیې سیاسي انګېزه بولي.

که پر ټولو تورونو محکومه شي، ښايي ۲۰۰ کاله بند سزا ورکړل شي.

میانمار

د عکس سرچینه، EPA

د هغې وکیلان وايي، په نوي بند کې سخته سزا هم شامله ده.

د نوبل جایزې ګټونکې ۷۷ کلنې انګ سان سوچي زیات وخت په کور کې نظر بند ساتل کېږي.

پوځ د دوی وکیلان له خبریالانو سره له خبرو کولو منع کړي دي.

محکمې هغه د ۲۰۲۰ کال د نومبر په عمومي ټاکنو کې د درغلیو په تور پړه ګڼلې دا هغه ټاکنې وې چې د انګ سان سوچي ګوند په لوړه کچه په کې بریالی شوی و.

پوځ تېر کال د پراخو درغلیو له تورونو وروسته کودتا وکړه، خو د ټاکنو خپلواک څارونکي وايي، ټاکنو "د خلکو د ارادې استازیتوب کاوه".

د مدني حقونو او ډیموکراسۍ ډلو د انګ سان سوچي او نورو پر ضد اقدامات غندلي دي.

ملګرو ملتونو ویلي و، چې نوموړې له یوې "شرمونکې محاکمې" سره مخامخ ده.

د میانمار پوځي حکومت وايي، د سوچي محاکمه د قانوني پروسې یوه برخه ده.

د بښنې نړیوال سازمان یوه ویاند بي بي سي ته وویل، پوځ له قانوني سیستم څخه د 'اپوزیسیون پر وړاندې د یوې بلې اسانه وسلې' په توګه کار اخلي.

پوځ

د عکس سرچینه، Getty Images

د تېرې فبرورۍ میاشت کې د پوځ لخوا له شوي تاوتریخوالي وروسته پراخ لاریونونه پیل شول، چې د میانمار پوځ د ډیموکراسۍ پلوه مظاهره کوونکو، فعالانو او ژورنالیستانو په ځپلو لاس پورې کړ.

برما کې د سیاسي بندیانو لپاره د مرستې ټولنه وايي، د انګ سان سوچي او د هغې د ګوند ډېری غړو په ګډون له ۱۵۰۰۰ ډېر کسان نیول شوي چې له ۱۲۰۰۰ زیات یې لا هم په زندانونو کې دي.

میانمار کې د بریتانیا پخوانۍ سفیره او مېړه یې د جمعې په ورځ د مهاجرت له قوانینو د سرغړونې په تور په یو کال بند محکوم شول.

نوموړې له ۲۰۰۲ تر ۲۰۰۶ کاله په میانمار کې د بریتانیا سفیره وه او تېره اوونۍ خپل کور کې ونیول شوه.