ميانمار کې له خونړۍ ورځې وروسته د هېواد په نورو سيمو کې هم پوځي قانون نافذ شوی

Reuters

د عکس سرچینه، Reuters

د ميانمار پوځ د فبرورۍ کودتا راهيسې تر ټولو خونړۍ مظاهرې وروسته د هېواد په نورو سيمو کې هم پوځي قانون نافذ کړی دی.

میانمار کې فعالان وايي، د پوځ د کودتا پرضد د اعتراضونو په تر ټولو خونړۍ ورځ امنیتي ځواکونو یانګون ښار کې شاوخوا ۵۰ کسان ووژل.

ځايي رسنۍ وايي، امنیتي ځواکونو د میانمار تر ټولو ستر ښار یانګون هغه سیمه کې پر لاریونوالو برید وکړ چې چاکوان او لرګي یې کارول.

حکومت له هغه وروسته په داسې سیمو کې پوځي حکومت اعلان کړ چې پکې د چین پر پانګونه روانو لسو کارخونو برید وشو.

ډېری معترضان باوري دي چې بېجینګ د پوځي حکومت ملاتړ کوي، خو لا هم روښآنه نه ده چې دا برید چا کړی دی.

په دا مهال چین هم د میانمار له پوځي حکومت غوښتي چې د دغه هېواد د کارمنانو او کاروبار ملاتړ وکړي.

میانمار

د عکس سرچینه، Reuters

د میانمار د پارلمان او سیاستوالو یوه ډله- چې پوځي کودتا سره له کار لرې شوې- ځانبولی حکومت یې اعلان کړی او د دې کودتا د چارواکو پرضد د "انقلاب" تر بریالیتوب یېد خپلو هڅو جاري ساتلو ژمنه کړې ده.

د دې ډلې مشر ماهن وین خینګ ثان خپله لومړنۍ عمومي وینا کې وویل: "دا د دغه ملت تر ټولو تیاره شېبه ده او د لمر ختلو شېبه نږدې ده. "

نوموړی له خپل پټنځي د پارلمان د هغو کسانو مشري کوي چې د تېرې میاشتې کودتا کې له واک لرې شوي دي.

نوموړي له لاریونوالو وغوښتل چې د پوځ د ځپنې مقابل کې د ځان دفاع وکړي او زیاته یې کړه: "پاڅون باید ګټونکی شي."

د فبرورۍ پر اوله د پوځ له کودتا او د ولسواکۍ لپاره ملي ټلوالې ګوند د مشرې انګ سان سوچي تر نیول کېدو راهیسې میانمار کې پراخ لاریونونه روان دي.

د ولسواکۍ لپاره ملي ټلوالې ګوند تېر کلنو ټاکنو کې اوڅار بری درلود، خو پوځ د ټاکنو پایله ونه منله او ویل یې چې ټاکنو کې درغلي شوې ده.

د ولسواکۍ لپاره د ملي ټلوالې ګوند هغه استازي چې له کودتا وروسته د پوځ له خوا د نیول کېدو له وېرې په تېښته بریالي شوي د سي ار پي اېچ یا د هوتاو پیادانګسو استازۍ کمېټه په نوم یې نوې ډله جوړه کړې او ماهن وین خینګ ثان یې خپل مشر غوره کړی دی.

دا ډله هڅه کوي چې د نړیوالې ټولنې ملاتړ خپل او د میانمار ریښتونی حکومت وپېژندل شي.

تراوسه څه پېښ شوي؟

د یانګون صنعتي سیمه کې جایداد ته اور اچول شوی دی.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د یانګون صنعتي سیمه کې جایداد ته اور اچول شوی دی.

نړیوال خپلواک څارونکي د ۲۰۲۰ کال د نومبر ټاکنو کې د پوځ د درغلۍ تورونه ردوي او وايي، کومه سرغړونه نه ده لیدل شوې.

تېره اونۍ پوځ مېرمن سوچي تورنه کړه چې شپږ لکه ډالر او ۱۱ کیلوګرامه سره یې بې قانونه ترلاسه کړي دي.

پوځ د دې ادعا لپاره هیڅ سند وړاندې نه کړ او د ولسواکۍ لپاره د ملي ټلوالې ګوند یوه استازي هم د پوځ دا تور رد کړی دی.

مېرمن سوچي له پنځو اونیو راهیسې نامالوم ځای کې نظربند ده او د" وېرې او ډار"، بې قانونه رادیويي وسایلو او د کورونا محدودیتونو د نقضولو په ګډون له څو تورونو سره مخ ده.

له کودتا راهیسې پوځ د پراخو لاریونونو د مخنیوي لپاره تاوتریخوالي ته مخه کړې ده، لسګونه کسان یې وژلی او مقابل کې له پراخ نړیوال محکومیت سره مخ دی.

امریکا د کودتا پر مشرانو بندیزونه ولګول او هڅه کوي چې امریکا کې د میانمار یو میلیار ډالره بودیجې ته د پوځ د لاس رسېدو خنډ شي.

د میانمار پوځ دا نیوکې نه مني او په مقابل کې مېرمن سوچي د تاوتریخوالي مسووله بولي.