د میانمار پوځي کودتا: د پوځ خلاف اعتراضونه او د انټرنېټ بندېدل

Riot police block a road in Yangon

د عکس سرچینه، EPA

د میانمار پوځ د دغه هېواد لروبر کې د تېرې اوونۍ د پوځي کودتا پر خلاف د ولسي اعتراضونو له پیلېدو سره سم انټرنېټ بند کړی دی. د نېټ بلاکس په نوم د انټرنېټ څارونکې ادارې ویلي نژدې ټول میانمار کې انټرنېټ پرې او لاسرسۍ ۱۶ سلنې ته راټیټ شوی دی.

د بي بي سي برما څانګې هم میانمار کې د انټرنیټ پرېکون تایید کړی دی. دا ګام تر هغې وروسته اخیستل شوی چې دغه هېواد کې د تېرې دوشنبې له پوځي کودتا را وروسته ولسي اعتراضونه او لاریونونه تر ټولو پراخې کچې ته رسېدلي دي.

ویل کېږي په مرکزي ښار یانګون کې واټونو ته راوتلي کسان د "پوځي دیکتاتورۍ د ناکامۍ او د دېموکراسۍ د بریا" شعارونه ورکوی.

پولیسو د ښار مرکز ته ټولې غځېدلې لارې او واټونه تړلي دي. د خلکو د سازمان او راغونډېدو د مخنیوي لپاره پر فېسبوک تر بندیز یوه ورځ وروسته ټویټر او انسټاګرام ته هم لاسرسی بند شوی دی. د میانمار پوځ تر اوسه رسمآ په دې تړاو څه نه دي ویلي.

Demonstrators protest against the military coup and demand the release of elected leader Aung San Suu Kyi, in Yangon, Myanmar

د عکس سرچینه، Reuters

د انټرنیټ لومړنی محدودیت د فبرورۍ د لومړۍ نېټې له پوځي کودتا سره هممهاله پیل شو. لاریونوالو چې کارګران او زده کوونکي هم ورسره یو ځای شوي، د شنبې پر ورځ د 'انګ سان سو چي' په ګډون د هغو ټولو سیاستوالو د خوشې کېدو غږ پورته کړی چې د پوځ لخوا نیول شوي دي.

دوی د یانګون واټونو ته راوتلي او ښاري بسونه یې هم په ملاتړ هارنونه وهي. رپوټونه وايي لاریونوال پولیسو ته ګلونه او د څښاک اوبو بوتلونه ورکوي او په دې توګه ترې غواړي چې د نوي پوځي رژیم پر ځای د خلکو ترڅنګ ودرېږي.

میانمار چې په برما هم پېژندل کېږي، د پوځي واکمنۍ اوږده مخینه لري. دغه هېواد له ۱۹۶۲ څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې د مستبد پوځي حکومت لخوا اداره شوی دی.

د وروستۍ پوځي کودتا پر ورځ که څه هم دغه هېواد کې وضعیت تر ډېره ارام و، خو بیا هم ځینې خواره واره اعتراضونه وشول.

رنګون کې د بي بي سي ناېین چان وايي، د برما خلک د پوځ د زورزیاتي ډک غبرګون پر وړتیا خبر دي. خو زموږ خبریال زیاتوي چې اوس خلکو کې یو څه متره پېدا شوې او د غږ د اورېدل کېدو لپاره بېلابېلې لارې لټوي.

People give a three-finger salute at a protest in Yangon

د عکس سرچینه، AFP

د مېرمن سو چي وکیل ويلي نوموړې کورني بند کې ده. د پولیسو اسناد ښيي چې هغه هېواد ته د ناقانونه مخابراتي وسایلو او 'واکي ټاکي' مخابرو په واردولو او پلازمېنه 'نای پي تاو' کې خپل کور کې په ساتلو او کارولو تورنه ده.

دا پوځي کودتا داسې مهال شوې چې د اغلې سو چي د دېموکراسۍ ملي لیګ ګوند د تېر نومبر پارلماني ټاکنې په لوی اکثریت وګټلې او ټاکلې وه نوی حکومت جوړ کړي.

فېسبوک میانمار کې د خبرونو او مالوماتو اساسي سرچینه ده او د برما ګڼ خلک د همدغه پلټفارم په وسیله له پوځي کودتا او وروستیو پرمختګونو خبر شول. خو وروسته انټرنیټي کمپنیو ته وویل شول چې د هېواد د ثبات اړوند لاملونو له مخې دې خواله رسنۍ ته لاسرسی بند کړي.

د فېسبوک تر تړل کېدو وروسته زرګونه کارن په ټویټر او انسټاګرام ورمات شول او د مخالفت هشټګونه یې پیل کړل. خو د جمعې د شپې پر ۱۰ بجې دغه ټولنیزې رسنۍ هم وتړل شوې.

پوځي مشرانو رسمآ د دغو خواله رسنیو د تړل کېدو د پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي، خو 'اې ایف پي' خبري اژانس وايي داسې ناتایید شوي اسناد یې کتلي چې ګواکې دغه رسنۍ "د ناسم پوهاوي د خپرېدو لامل" کېږي.

د ټویټر یوې ویاندې ویلي دا بندیز "د عامه مکالمو او د خلکو د غږ د اوریدل کېدو حق" کمزوری کوي. فېسبوک چې انسټاګرام یې هم برخه ده، د میانمار پر چارواکو غږ کړی چې خلکو ته بېرته لاسرسی ورکړي.

میانمار ته لنډه کتنه

میانمار سویل ختیزه اسیا کې پروت دی - ۵۴ میلیون وګړي او له بنګله دیش، هند، چین، تایلنډ او لاوس سره ګډې پولې لري.

دغه هېواد له ۱۹۶۲ تر ۲۰۱۱ کال پورې د یوه مستبد پوځي حکومت لخوا اداره کېده، چې له نړیوالو غندنو او بندیزونه سره مخامخ و. انګ سان سوچي دغه کلونه کلونه هېواد کې د دیموکراتیکو اصلاحاتو لپاره کمپاین وکړ.

Protesters flash the three-finger salute, a symbol of resistance, as they demonstrate against the military coup in Yangon

د عکس سرچینه، EPA

په ۲۰۱۰ کال که څه هم دغه هېواد کې کرار کرار مدني ازادۍ پیل شوې، خو پوځ یې لا هم له پام وړ نفوذ برخمن و.

په ۲۰۱۵ کال پکې د ازادو ټاکنو له لارې د اغلې سو چي حکومت رامنځ ته شو، خو پوځ دوه کاله وروسته د روهنګیا مسلمانانو خلاف په خونړي کمپاین لاس پورې کړ چې پایله کې یې سلګونه زره کسان ګاونډي بنګله دیش ته تښتېدو ته اړوتل.

مېرمن سو چي د دغه کمپاین له غندلو او د قومي تصفیې له بللو ډډه وکړه او دا کار نړیوالې ټولنې سره د هغې د ستونزو او واټن لامل شو.

هغه لا هم په کور دننه له محبوبیت برخمنه ده او ګوند یې بیا د تېر نومبر پارلماني ټاکنې په لوی اکثریت وګټلې. خو پوځ بیا ګام پورته کړی او یو ځل بیا یې د میانمار چارې لاس کې اخیستې دي