ملګرو ملتونه: د روهنگيا مسلمانانو پر ضد عملیات د توکميزې پاکونې بېلگه برېښي

د ویډیو تشریح، د بي بي سي خبریال جانتن هیډ ته په لومړي ځل اجازه ورکړل شوې چې رخاین ایالت شمالي برخې ته ورشي

د ملگرو ملتونو بشري حقونو څانگې مشر وايي، په برما (مېانمار) کې د روهنگيا مسلمانانو پر وړاندې روان عمليات "د توکميزې پاکونې يوه رڼه بېلگه برېښي."

زيد رعد الحسين د مېانمار پر حکومت غږ وکړ چې په رخاين ايالت کې دې "ظالمانه عملياتو" ته د پاى ټکى کېږدي.

د تېرې يوې مياشتې په اوږدو کې څه د پاسه ٣٠٠ زره روهنگيايان د تاوتريخوالي له امله بنگله دېش ته تښتېدلي دي.

د مېانمار پوځ د ملکي وگړو په نښه کولو ادعا رد کړې او وايي د روهنگيايي اورپکو بريدونو ته ځواب وايي.

د تاوتريخوالي نوې څپه د تېر اگست پر ٢٥ هغه مهال پيل شوه چې روهنگيايي وسلوالو د رخاين په شمال کې د پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل او ١٢ پوليس يې ووژل.

له رخاين نه تښتېدلي وگړي وايي پوځ په ځوابي عملياتو کې له سيمې د دوى د ايستلو لپاره کلي وسوځول او ملکي وگړي يې په نښه کړل.

روهنگيا

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مېانمار حکومت مشرې "انگ سان سوچي" رخاين ايالت کې د روان کړکېچ په تړاو خپاره شوي مالومات ناسم بللي

ښاغلى حسين وايي "موږ داسې گڼ رپوټونه او د سپوږمکۍ په مټ اخيستل شوي انځورونه ترلاسه کړي چې ښيي امنيتي ځواکونه او سيمه ييزې مليشې د روهنگيايانو کلي سوځوي. پر هغو ملکي وگړو چې له سيمې تښتي د ډزو په گډون، د داسې پر له پسې وژنو څرگندونه کوي چې له محاکمې پرته تر سره شوي."

مرستندويې ټولنې وايي خواړه، سرپناه او دارو درملو ته سخته اړتيا ده او له دوى سره شته سرچينې بسنه نه کوي.

له دې مخکې د مېانمار حکومت مشرې "انگ سان سوچي" رخاين ايالت کې د روان کړکېچ په تړاو خپاره شوي مالومات ناسم بللي و او ويلي چې خپاره شوي "ناسم خبرونه" د هغې په وينا له ترهگرو سره مرسته کوي.

روهنگیا مسلمانان له پېړیو راهیسې میانمار کې ژوند کوي، خو د تابعیت حق نه دی ورکړل شوی او استوګنه یې غیر قانوني بلل کېږي.