سعودۍ مېرمن خواله رسنیو کې د پوسټونو له امله په ۴۵ کاله بند محکومه شوې

سعودي فعالان وايي، یوه سعودۍ مېرمن خواله رسنیو کې د پوسټونو له امله په ۴۵ کاله بند محکومه شوې ده.

د بشري حقونو یوې ډلې رپوټ ورکړی، چې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې نورة بنت سید القحطاني ځکه په بند محکومه کړې چې له خواله رسنیو یې ناسمه ګټه اخیسته او په خپلو پوسټونو کې یې ټولنیز جوړښت او عامه نظم تر پښو لاندې کاوه.

د فارس خلیج د څېړنو مشر عبدالله العودة د بي بي سي نیوزاور خپرونې ته ویلي، امریکا کې مېشتې دغې ډلې یوازې د یوې قضايي سرچینې له خوا د محکمې د اسنادو له سپارلو وروسته د قحطاني له قضیې خبر شوي او دغې برخې کې یې خپلې څېړنې روانې کړې دي.

ښاغلی العودة وايي: "د هغې د محکمې په اسنادو کې هېڅ داسې څه نشته چې تاوتریخوالي یا کوم جرمي کړنې سره دې تړاو ولري."

نوموړي زیاته کړې:" د هغې پر ضد تورونه واقعا ډېر دي. هغوی د ترهګرۍ ضد له قانون او د سایبري جرمونو پر وړاندې د مبارزې قانون کاروي، او کولی شي هر هغه پوسټ په جرم کې حساب کړي چې پر حکومت د نیوکې ډېر کم څرک پکې راښکاره شوی وي."

د رپوټونو له مخې، له تېر کال راهیسې څو نورې ښځينه فعالانې هم د خواله رسنیو د پوسټونو له امله نیول شوي او پر بند محکومې شوې دي.

ښاغلی العودة وايي، وېره لري چې دوی ته د اوږدې مودې بند سزا ورکړل شي.

انګلستان کې مېشته د بشر حقونو یوې ډلې هم د قحطاني د سزا په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې کوم چې په وینا یې د "هغې" د ټویټونو پر اساس اورول شوې.

دغې ډلې ویلي: "سعودي کې د بشر حقونو د وضعیت په اړه وېره لرو، موږ هلته د بشر حقونو د خرابېدو شاهد یوو."

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن هم سعودي کې د بشر حقونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې وه.

د رپوټونو له مخې، له قحطاني وړاندې اګسټ کې يوه سعودۍ مېرمن سلما الشهاب چې لیډز پوهنتون کې د پي اېچ ډی محصله په ۳۴ کال بند محکومه شوه.

آغلې الشهاب د ۲۰۲۱ کال جنورۍ کې سعودي کې د رخصتۍ پر مهال ونیول شوه پر هغې تور پورې شو چې د دروغو اوازې خپروي او عامه نظم ګډوډوي.

د سعودي حکومت تر دې دمه په دې اړه تبصره نه ده کړې.