تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سعودي په دُرو وهل لغوه او پرځای یې بند او غرامت ټاکلی
له سعودي عربستان نه رپوټونه وايي، چارواکو په دُرو د وهلو سزا لغوه کړې او پر ځای یې تورن ته بند او غرامت ټاکل شوی دی.
پر خواله رسنیو په یوه قانوني وثیقه کې راغلي چې د سعودي سترې محکمې په دُرو (متروکه) د وهلو سزا لغوه کړې ده.
په یاده وثیقه کې راغلی چې سعودي دا کار "د سمون او د بشر حقونو په برخه کې د پرمختګ پخاطر کړی چې دا کار د پاچا سلمان بن عبد العزیز په امر او د ولیعهد محمد بن سلمان په څارنه ترسره کېږي."
فعالان وايي، سعودي په نړۍ کې د بشر حقونو تر ټولو د ناوړه پېښو ریکارډ لري؛ ځکه چې په دې هېواد کې د وینا ازادي نه شته او د واکمن شاهي نظام مخالفان بندیانېږي.
له هغه راهیسې چې محمد بن سلمان د سعودي ولیعهد ټاکل شوی، د سعودي عربستان هڅه دا ده چې په نړۍ کې د دغه هېواد ناوړه انځور بدل کړي.
په سعودي کې ښځو ته د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ میاشت کې د فوټبال لوبغالي ته د لوبو د نندارې اجازه ورکړل شوه، په همدې کال ښځو ته د موټر چلولو اجازه ورکړل شوه چې ډېر کلونه پرې بندیز لګول شوی و.
تېر کال، د سعودي د شاهي فرمان له مخې بهر ته د خپلوان له اجازې پرته ښځو ته د سفر اجازه هم ورکړل شوه او په خوړنځیو کې له سړو د ښځو د بېلوالي بندیز هم لیرې شو.
خو پر دې ازادیو سربېره، سعودي د ښځو د حقونو ځینې فعالان ونیولې.
په بي بي سي کې د منځني ختیځ د چارو ایډیټر وايي، په وروستي ځل په سعودي کې د سعودي بلاګ چلوونکي رائف بدوي د دُرو وهلو سزا د نړیوالو ورځپاڼو د سر ټکی ګرځېدلی و. نوموړی په عام محضر کې په دُرو ووهل شو چې په ګرده نړۍ کې د سعودي پر دغه کار ټینګې نیوکې وشوې.
نژدې وه چې بدوي د درو له کبله ومري، همدا وو چې سعودي نوموړي ته د درو وهلو ټاکل شوې سزا بشپړه نه کړه.
نوموړي ته له دې کبله د ۱۰۰۰ لښتو او لسو کلونو زندان سزا ورکړله شوې وه، چې اسلام ته یې سپکاوی کړی دی.