تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
روسیې اروپا ته د ګازو د لېږد لویه نل لیکه یو ځل بیا بنده کړې
روسیې اروپا ته د لویې نل لیکې له لارې د ګازو رسول بشپړ بند کړي او ویلي یې دي چې بیارغونې ته اړتیا لري.
د روسیې دولتي انرژۍ لوی شرکت ګاز پروم ویلي، د دغې نل لیکې محدودیت به تر راتلونکو دریو ورځو دوام وکړي.
روسیې لا د مخه د نل لیکې له لارې اروپا ته د ګازو لېږد پام وړ کم کړی و.
پر روسیې تورونه دي چې د لوېدیځو هېوادونو پر وړاندې یې ګاز د وسلې په توګه کارولي خو دا هېواد یې ردوي.
د ګازو دغه لویه نل لیکه چې اروپا ته پرې ګاز لېږدول کېږي ۱۲۰۰ کیلو متره اوږده ده او د بالتیک تر سمندرګي لاندې سینټ پیترزبورګ ته نږدې د روسیې له ساحله د جرمني ختیځ ته غځول شوي ده.
یاده نل لیکه په ۲۰۱۱ کې پرنیستل شوه او د دې وړتیا لري چې هره ورځ تر ۱۷۰ میلیون مکعب متره ګاز له روسیې جرمني ته ولېږدوي.
دا نل لیکه جولای کې هم د ۱۰ ورځو لپاره تړل شوې وه چې روسیې یې هغه مهال هم لامل د بیارغونې چارې یادې کړې وې.
دغه نل لیکه اوس یوازې د ۲۰ سلنه ګازو لېږد په ظرفیت کار کوي، او روسیه یې د تجهیزاتو خرابوالی په ګوته کوي.
اروپایې مشران وېره لري چې روسیه ښايې د ګازو بیې د لوړولو په هڅه کې دا بندیزونه وغځوي، د ګازو بیې د تېر کال راهیسې بې سارې کچه لوړې شوې.
په چټکۍ سره د ګاز بیې لوړېدل ژمي کې د ژوند لګښتونو کې د ناورین رامنځته کولو ګواښ لوړوي او حکومتونه اړباسي چې د فشار کمولو لپاره میلیاردونه پیسې ولګوي.
د فرانسي د انرژۍ د لېږد وزیر اگنېس پانیر روناچر د سې شنبې پر ورځ روسیه تورنه کړه چې"ګاز د وسلي په توګه کاروي."
ښاغلي روناچر دا خبرې وروسته له هغې وکړې چې ګاز پروم اعلان وکړ د فرانسې د ګازو شرکت ته د ګازو لېږد به وځنډوي.
خو د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویاند دا تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې د روسیې د زیربناوو له زیانمنولو سره پر لوېدیځ بندیزونه د دې لامل شوی چې د ګازو د لېږد بهیر کې ځنډ راشي.
نوموړي ویلي، د بندیزونو له امله رامنځته شوې "ټکنالوژيکي ستونزې" یوازینی هغه څه دي چې د نل لیکې له لارې د روسیې د ګازو د لېږد مخه نیسي.
هغه په ګوته نه کړې چې څه ډول ټکنالوژیکي ستونزې یې هدف و.
سره له دې چې د پوتین ویاند په نل لیکه کې تخنیکې ستونزې د رامنځته کېدو یادونه کوي خو د روانې میاشتې پیل کې یې د اقتصاد وزیر رابرټ هیبیک ویلي و پایپ لاین په بشپړ ډول فعال ی او هیڅ ډول تخنیکې ستونزه نه لري.