تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پولنډ او جرمني ترمنځ سلګونه ټنه کبان وژل شوي
اروپا کب نیونکو اته ورځ په دې تېرې کړې چې وژل شوي کبان راټول او د سیند په څنډو کې واچوي.
د پولنډ او جرمني ترمنځ په پوله زرګونه کبان وژل شوي دي.
د بي بي سي خبريال جيني هيل وايي، له اوونيو څېړنو سره سره د دواړو هېوادونو کارپوهان لا هم نه دي توانېدلي چې د دې کبانو د مړينې کره لامل پيدا کړي.
تر اوسه له دغه سیند سلګونه ټنه مړه کبان ایستل شوي دي.
ساینس پوهان ګومان کوي چې کوم چا اوبو ته داسې ماده ور ګډه کړې چې سیند کې د مالګې کچه لوړه کړې او بیل کیمیا وي تعاملات یې رامنځ ته کړي او دې ککړو اوبو کبان وژلي.
بلخوا همدې وژل شویو کبانو د اوبو کیفیت هم خراب کړی دی.
د پولنډ د کب نیولو انستیتوت غړی اندریز کاپوستا وايي: "د دې ستونزې د لامل په اړه روښانه ځواب ترلاسه کول ګران دي."
هغه د بي بي سي خبریال جیني هیل ته هم وویل: "په پولنډ کې دا ډول د چاپیریال ناورین بې سارې دی. دا یو ناورین دی. موږ هېڅکله دومره مړه شوي کبان نه دي لیدلي. دا لومړی ځل دی چې داسې پیښه کېږي او دا یو جدي خبرداری دی."
ځینې مسولین وايي چې خلکو لومړی په مارچ میاشت کې د کبانو وژل کېدو او همدارنګه د اوبو د بدلون په اړه راپور ورکړی و.
پولیسو له ۲۰۰ څخه زیاتو کسانو سره خبرې کړې او ۱۲ ځایونه یې لټولي دي چې نښې پیدا کړي او عاملین یې ونیسي.
همدارنګه دوی د عامل کس پیدا کولو لپاره ۲۰۰ زره یورو انعام هم ایښي دی.
د اودر سیند دواړو غاړو ته جرمن او پولنډي چارواکو د دې قضیې په اداره کولو کې په خپلو بېغوریو اعتراف کړی دی.
د وژل شویو کبونو جسدونه به سوځول کېږي او د همدې لپاره یې را ټولوي.
د پولنډ د کب نیونکو د ټولنې مشر لوکاز پوتکانسکي وویل: "اوس موږ باید تر ټولو بد پای ته انتظار وباسو. تر ټولو زهرجنې اوبه به اوس لاندې ځي او پاکو اوبو سره به ګډېږي. "
دوی وايي، دا به اوس کلونه وخت نیسي چې سیند بېرته پاک او طبیعي حالت ته ستون شي.
نوموړي وژل شویو کبانو ته اشاره وکړه او ويې ويل چې موندل شويو کبان کې ځینو یې له ٢٠ تر ٣٠ کلونو عمرونه لرل.