تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'ورځ کې ان ۵۰۰ کیلو کبان هم خرڅوم'
په افغانستان کې په کور د ننه د کبانو روزنه او کاروبار غوړېدلی دی. د کابل - جلال اباد پر لویه لار د کبانو ګڼ خوړنځي شته، چې له دواړو خواوو تېرېدونکي مسافر هلته کبان خوري. بي بي سي له یوه کب پخوونکي او کب پلورونکي سره غږېدلې ده. کب پلورونکی زمری وايي، د ورځې ان تر ۵۰۰ کیلو کبان هم پلوري. ندیم اشرف پرې دا رپوټ چمتو کړی دی.