'ورځ کې ان ۵۰۰ کیلو کبان هم خرڅوم'

د ویډیو تشریح، 'ورځ کې ان ۵۰۰ کیلو کبان هم خرڅوم'

په افغانستان کې په کور د ننه د کبانو روزنه او کاروبار غوړېدلی دی. د کابل - جلال اباد پر لویه لار د کبانو ګڼ خوړنځي شته، چې له دواړو خواوو تېرېدونکي مسافر هلته کبان خوري. بي بي سي له یوه کب پخوونکي او کب پلورونکي سره غږېدلې ده.‌ کب پلورونکی زمری وايي، د ورځې ان تر ۵۰۰ کیلو کبان هم پلوري. ندیم اشرف پرې دا رپوټ چمتو کړی دی.‌