فرانسه کې ولې ساینسپوهانو یوه نهنګ ته د ویټامین ورکولو پرېکړه کړې؟

فرانسه کې چارواکي پرله پسې هڅې کوي چې 'سېن' سیند کې یو ایسار سپین نهنګ (بلوګا) وژغوري.

دوی دغه کار لپاره یوه نوې تګلاره رامخ ته کړې، دغه نهنګ ته د ویټامین د ورکړې.

د اې اېف پي خبري اژانس د رپوټ له مخې مختصصان هیله من دي دا کار به مرسته وکړي چې دغه ورک شوی نهنګ د ولږې یا اشتها احساس وکړي او بېرته سمندر ته د ګرځېدو انرژي ترلاسه کړي.‌

دا تی لرونکی چې ظاهرآ کمزوری ښکاري، لومړی ځل د تېرې سې شنبې پر ورځ د پاریس د شمال ۷۰ کیلومترۍ کې دغه سیند کې ولیدل شو.

که څه هم ډېرې هڅې وشوې چې دا نهنګ بېرته سمندر خوا لامبو وهلو ته وهڅول شي، خو تر اوسه دغه سیند کې ایسار پاتې دی او سانیسپوهان یې روغتیا ته اندېښمن دي.

ژغورونکو هڅه کړې چې دغه څلور متره اوږد سپین نهنګ ته کنګل شوي او ژوندي دواړه کبان ورکړي، خو یوه ځايي‌ چارواکې 'اېزابېلې دورلیات پوزېت' وايي دا یو وړاندیز یې هم نه دی منلی.

اې اېف پي خبري اژانس د شنبې پر ورځ د هغې په حواله لیکلي دا نهنګ "ډېر زیات خوار دی او داسې ښکاري‌ چې خوړلو کې ستونزه لري."

چارواکو اوس دغه نهنګ ته د ویټامینونو د زرق کولو لاره غوره کړې او هیله من دي چې دا کار به یې د اشتها پیدا کېدو او دې کې مرسته وکړي چې دا ستر کب د انګریز کانال له لارې له دغه سینده سمندر ته ووځي او شاوخوا ۱۶۰ کیلومتره هاخوا خپل قطبي چاپېریال ته وګرځي.

بله لار دا ده چې دا نهنګ په بشپړ ډول له سیند را وایستل شي، خو دا کار له دې کبله لا ډېر خطرناک دی چې دا نهنګ کمزوری دی.

چارواکو د شنبې پر ورځ ویلي د دغه ستر کب پر پوستکي کوچني داغونه هم لیدل شوي، خو دا لا مالومه نه ده چې دا به تازه اوبو ته غبرګون وي که د خرابېدونکې روغتیا نښه.

سپین نهنګان په طبیعي ډول سړو مالګینو اوبو کې اوسي.

علمي څارونکي وايي‌ دا نهنګ ناارامه چلن کوي، ډېر کم د اوبو سر ته راوځي او تر هغې ډېرې کم غږونه باسي، چې له داسې نهنګه یې تمه کېږي.

دغه کار د دې نهنګ د روغتیا په اړه اندېښنې لا ډېرې کړې.

ساینسپوهان دې ته هم حیران کړي چې د قطب له سړو اوبو دغه راغلي نهنګ څنګه تر اوسه دلته تاب راوړی.

سپین نهنګان په مني کې وخت ناوخت له کنګله د تغذي لپاره د سویل پر لور خوځي، خو له خپل اصلي ټاټوبي یې دومره لرې سفر کمساری دی.

د روان کال مې میاشت نورمندي او ۲۰۱۹ کال د بریتانیا ګراوېسېند ته نږدې ټېمز سیند کې یو مړ نهنګ موندل شوی و.