تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د ملي پخلاینې له لارې د ټولشموله حکومت جوړېدو لپاره د هند غوښتنه
د ازبکستان په تاشکند کې د شانګهای د همکارۍ سازمان کې د هند د دفاع وزیر ددغه سازمان له غړو هېوادونو غوښتي چې افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارسمبالي چارواکي ملي روغې جوړې او د یوه ټولشموله حکومت جوړولو ته وهڅوي.
راجنت سینګ د کنفرانس ته وویل، هند تل د یوه سوله ییز او باثباته افغانستان غوښتونکی دی. نوموړي وویل، د افغانستان ملي حاکمیت، او ملي یووالي درناوی کوي او د دغه هېواد په کورنیو چارو کې هېڅ لاسوهنه نه کوي.
د هند دغه دفاعي چارواکي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان کې د طالبانو مشران وهڅوي چې د خبرو او مذاکرې له لارې ملي پخلاینې ته ورسېږي او د یوه پراخه او ټولشموله سیاسي جوړښت په اډانه کې یو داسې حکومت جوړ کړي چې د هېواد ټول وګړي پکې استازیتوب ولري.
دې غونډې ته، چې د تېرې چارشنبې په ورځ جوړه شوې وه، د هند دفاع وزیر په سیمه کې پر سوله او ټیکاو ټینګار وکړ.
هغه وویل، د ترهګرۍ هره بڼه د بشریت پرضد جنایت دی او د ترهګرۍ له ګواښ سره باید په یوه خوله مبارزه وشي.
دغې غونډې ته د چین او روسیې د دفاع وزیران هم ورغلي وو.
د غونډې ځینو ګډونوالو د سیمې پر امنیت، په تېره افغانستان او اوکرایین کې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړې.
شانګهای تړون پر ۲۰۰۱ کال د څو اړخیزو امنیتي، اقتصادي او کلتوري همکاریو لپاره جوړ شوی دی.
د شانګهای سازمان کې شپږ هېوادونه (چين، روسيه، قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او تاجکستان او څلور ناظر : هند، پاکستان، منګوليا او ايران لري) غړیتوب لري.
افغانستان په دې سازمان کې مېلمه ګڼل کېږي.
تېر کال واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغه سازمان کې د افغانستان کوم استازي ګډون نه دی کړی.