تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر غني: طالبان د افغانستان اوسني جمهوري نظام کې ځایېدلی شي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د افغانستان اوسنی جمهوري نظام او د اساسي قانون پر بنسټ د وګړو د حقونو تضمین د دې لامل کېدلی شي چې طالبان د هېواد په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ژوند کې ور جذب شي.
ولسمشر غني سې شنبه د شانګهای همکاریو سازمان د مشرانو غونډې ته ویډیو کنفرانس له لارې خپله وینا کې له دغو هېوادونو وغوښتل چې د جمهوري نظام او د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې د افغان سولې د بهیر ملاتړ وکړي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې د یوې لږکۍ ډلې خوښه پر لوی اکثریت ور تپل یا تحمیلول به د ټولې سیمې لپاره ناوړه پایلې ولري.
ولسمشر غني وویل، افغانستان کې جګړه او ناامني د شانهګای سازمان پر غړو هېوادونو، سیمه او د ټولې اسیا او اروپا پر امنیت ناوړه اغېز کوي او د نړیوالو ترهګرو ډلو د پياوړتیا لامل ګرځي.
هغه زیاته کړه، افغانستان غواړي د شانګهای سازمان د غړو ترمنځ د نشه يي توکو او انساني قاچاق په مخنیوي کې لا ډېره همکاري وکړي او دې برخه کې خپل اغېزمن رول ولوبوي.
د ښاغلي غني په وینا، افغان ځواکونه اوس هم د هغو ګواښونو پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې جګړه کوي او قربانۍ ورکوي چې یوازې افغانستان نه بلکې ټولې سیمې ته پېښ دي.
هغه زیاته کړه، افغان حکومت د جګړې د پای ته رسېدو لپاره ستونزمنو پرېکړو ته غاړه کېښوده، خو جګړه د کمېدو په ځای لا ډېره او سخته شوه.
نوموړي همدا راز د سیمې د اقتصادي ودې او د بې وزلۍ د کمولو او د کورونا وبا د دویمې څپې د کنټرولېدو لپاره د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.
د افغان سولې بهیر نامالوم برخلیک
یادې غونډې ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم وینا وکړه او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې افغانستان کې روانه جګړه پوځي حل نه لري او یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي.
عمران خان پرته له دې چې د کوم هېواد یا ډلې نوم واخلي، خبرداری ورکړ چې ځینې کړۍ نه غواړي چې افغانستان کې دې سوله او ثبات وي.
نوموړي په ښکېلو غاړو غږ وکړ چې د بین الافغاني مذاکراتو له اوسني فرصت نه ګټه واخلي، او زیاته یې کړه چې د دې خبرو بریا لپاره د تاوتریخوالي کمېدل اړین دي.
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د شانګهای د همکاریو سازمان د دې وروستۍ ناستې مشري کوله.
د روسیې لخوا د شانګهای د غړو دولتونو ترمنځ د همکاریو پراختیا، د پارلماني اړیکو ډېرېدل، د امنیت او ثبات د خوندیتوب ډاډمنتیا، د غړو هېوادونو د ملي پراختیايي تګلارو سره نږدې کول او د اقتصادي او فرهنګي اړیکو پیاوړتیا دې ناستې د بحث لومړیتوبونه ګڼل شوي وو.
خو یوه مهمه پوښتنه دا ده چې په امریکا کې د نوي ولسمشر او نوې ادارې رامنځته کېدو سره به د افغان سولې روان بهیر سره څه کېږي، او د سیمې هېوادونو غبرګونونه او تګلارې به څه وي؟
د اوس لپاره د روسیې او چین په ګډون د سیمې ډېری هېوادونه په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي.
تر دې دمه په دې مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی، خو ډېری هېوادونه یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره یو طلایي فرصت بولي.
خو که چېرې د امریکا راتلونکی ولسمشر جو بایډن د افغان سولې برخه کې د امریکا اوسنۍ تګلاره بدلوي نو له شک پرته چې د سیمې هېوادونه به هم ټول وضعیت ته له سره کتنه کوي.