شانګهای همکاریو سازمان سرمشریزه کې د افغانستان په هکله څه وویل شول؟

د چین دولتي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د دغه هېواد ولسمشر شي جینګ پینګ په دوشنبه کې د شانګهای همکاریو سازمان 'ایس سي او ' سرمشریزې غونډې ته انلاین خبرو کې وویل، افغانستان کې باید د واک سوله ییز لېږد باوري شي.

د نوموړي په وینا د ایس سي او غړي هېوادونه باید له افغانستان سره د یوې هر اړخیزې سیاسي اډانې او د معتدلو کورنیو او بهرنیو پالیسو عملي کولو لړ کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

ایس سي او د چین، هند، قزاقستان، قرغیزستان، روسیې، پاکستان، تاجکستان او ازبکستان په ګډون د اتو مستقلو غړو هېوادونو سازمان دی او افغانستان پکې د مبصر هېواد حیثیت لري.

ایران هم د دې سازمان مبصر غړ و، خو اوس ایران وايي، یاد سازمان کې یې د بشپړ غړیتوب په هکله توافق شوی دی.

له دې مخکې د بشپړ غړیتوب لپاره د ایران غوښتنه رد شوې وه.

دا وروستیو کې روسیې چې د سازمان بنسټګرو غړو هېوادونو یو دی، د ایران غړیتوب ملاتړ کاوه.

د ایران ایرنا خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، ایراني ولسمشر ابراهیم رئیسي په دوشنبه کې د سازمان له غړو هېوادونو مننه کړې.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د ویډیويي لینک له لارې غونډې ته وینا وکړه او د ایس سي او اړیکو ډلې ته یې له کابل سره د اړیکو بیا پیلولو وړاندیز وکړ.

ښاغلي پوتین په افغانستان کې له وینې تویېدنې پرته د 'واک لېږد ' مثبته چاره وبلله.

نوموړي زیاته کړه: ''طالبان عملاً ټول افغانستان کنټرولوي او ښه دا ده چې نوي افغان چارواکي د امنیت ټینګښت، عادي حالت ته د ورځني ژوند راګرځولو او د ټولو خلکو د امنیت خوندي ساتلو لړ کې د خپلو ژمنو پوره کولو ته وهڅول شي. ''

نوموړی وايي، د دې لپاره د افغان اړیکو له ډلې کار اخیستل کېدای شي چې د سازمان له افغان همکارانو سره د شریک فعالیت لپاره رامنځته شوې وه.

د ازبکستان ولسمشر شوکت مرزایوف د جمعې ورځې غونډه کې وویل، له طالبانو سره د خبرو باوري کولو لپاره باید په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان کنګل شوې پانګه بېرته له دې حالته وایستل شي.

د یادونې ده د امریکا حکومت ویلي، طالبانو ته به اجازه ور نه کړي، چې د دې هېواد په مرکزي بانکونو کې د افغانستان پانګې ته لاسرسی ومومي.

د دې تر څنګ د پیسو نړیوال صندوق یا ای ایم ایف مسوولین وايي، د پور پرواګرامونو ته به د افغانستان لاسرسي اجازه ور نه کړي.

ښاغلي مرزایوف چې هېواد یې له افغانستان سره ګډه پوله لري د شانګهايي همکاریو سازمان ته وویل، دغه سازمان باید د سخت دریځۍ مخنیوي او طالبانو سره د خبرو لپاره اقدامات وکړي.

نوموړی زیاتوي که د افغانستان پانګه له کنګل حالته وایستل شي، دې لړ کې به مرسته وشي.