پاکستان کې ترهګرۍ ضد محکمې د عمران خان ضمانت موده د سپتمبر تر لومړۍ نېټې وغځوله

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې ترهګرۍ ضد محکمې د پخواني لومړي وزیر او تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د موقت ضمانت موده د سپتمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې وغځوله.
محکمې پولیسو ته امر کړي، چې د عمران خان له نیولو ډډه وکړي.
عمران خان د پنجشنبې پر سهار پلازمېنه اسلام اباد کې د پولیسو لوړپوړو افسرانو ګواښلو قضیه کې ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې شو او مدافع وکیل یې بابر اعوان محکمې د ښاغلي خان له لوري دلایل وړاندې کړل.
پر عمران خان تور دی، چې د اګست پر شلمه نېټه یې د خپل ګوندي ملګري شهبازګل خوشي کېدو په پار لاریون کې د پولیسو لوړپوړو چاواکو ته ګواښونه کړي و او له همدې کبله یې پر ضد د اسلام اباد مارګله سیمې پولیسو مرکز کې رپوټ ثبت شوی و.
د اګست پر ۲۲ مه بیا د ښاغلي خان وکیلانو محکمې ته د نوموړي له وړاندې کېدو مخکې د ضمانت عریضه وړاندې کړه، چې محکمې د دریو ورځو لپاره ضمانت ومانه او د اګست پر ۲۵ مه یې نوموړي ته محکمې ته د وړاندې کېدو امر وکړ.
نن ګهیځ په داسې حال کې چې ښاغلی خان د محکمې پر وړاندې و، د نوموړي مدافع وکیل بابر اعوان محکمې ته دلیلونه وړاندې کړل.
د قضیې له ثبت کېدو وروسته داسې ګنګوسي خپاره شول چې ګواکې حکومت غواړي عمران خان په بني ګاله سیمه کې له خپل کوره ونیسي او د تحریک انصاف ګڼ شمېر کسان د نوموړي کور په شاوخوا کې یو ځای شوي وو.
د چهارشنبې پر ورځ د عمران حکومت کې د قانون وزیر بابر اعوان وویل چې ښاغلی خان به پر پنجشنبه خپله محکمې ته حاضر شي.

د یادونې ده چې د پاکستان کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله مخکې ویلي، که محکمه د عمران خان ضمانت و نه مني، حکومت به نوموړی د محکمې له تالاره ونیسي. اوس د ترهګرۍ ضد محکمې د ودانۍ په شاوخوا کې کلک امنیتي تدبیرونه شوي دي.
بل لور عمران خان د خیبر پښتونخوا په هریپور سیمه کې یوې غونډې ته وینا کې ویلي، د ده پر ضد د ترهګرۍ قضیې له کبله په نړۍ کې پاکستان بدنام شوی دی.
نوموړی وايي: ''موږ نه غواړو (د هېواد) ادارو ته زیان ورسوو، خو زموږ نیوکې باید د دوی د غوره توب لپاره وي. ''
نوموړی ادعا کوي چې پاکستان کې سیاسي او اقتصادي ټيکاو یوازې د ټاکنو له ترسره کېدو سره راتلای شي. هغه زیاته کړه: ''خلک چمتو دي، حکومت ته فرصت ورکوم چې ټاکنې وکړئ، تاسې چمتو اوسئ، زه غوښتنه درنه کوم او هغه به وروستۍ غوښتنه وي، له هغه مخکې به غوره دا وي چې شفافې ټاکنې وشي. ''










