ټرمپ‌ د ده د‌ کور پلټل کېدو له کبله له عدلیې وزارت شکایت کړی

Trump giving a speech

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ‌ ټرمپ‌ له یوه قاضي‌ غوښتي چې د عدلیې وزارت لوري د هغو اسنادو څېړنه ودروي چې د اګست پر اتمه د 'اېف بي ای' لخوا فلوریډا کې د ده پر کور د چاپې پر مهال نیول شوي.‌

د ښاغلي‌ ټرمپ‌ حقوقي‌ ډلې غوښتنه کړې چې د دغو اسنادو د څار او نظارت لپاره دې یو خپلواک وکیل وګومارل شي.‌

د ایف بي ای کارمنانو د ډونلډ‌ ټرمپ‌ 'مارالاګو' استوګنځي‌ پلټلی او وروسته ویلي وو چې یوولس ټولګې محرم اسناد ترې په لاس ورغلي‌ دي.‌

له ښاغلي ټرمپ د دې لپاره څېړنې کېږي‌ چې ګوندې د ولسمشرۍ پر مهال یې مهم اسناد په ډېر ناسم ډول کارولي دي.‌

د هغه وکیلانو د دوشنبې پر ورځ محکمې ته عریضه کړې چې د ده له کوره د ضبط شویو اسنادو ارزولو لپاره دې دریمګړی وکیل وګومارل شي.‌

دا ډول وکیل چې 'سپيشل ماسټر' هم ورته وایي،‌‌ معمولا د جرمي‌ قضایاو لپاره ګومارل کېږي.

د ښاغلي‌ ټرمپ‌ د وکیلانو ۲۷ مخیزه عریضه کې راغلي "دا منطقي نه ده چې قضايي ډلې ته دې له معناداره تدابیرو پرته [د ضبط شویو اسنادو] د څېړنې اجازه ورکړل شي."

دوی زیاته کړې چې که د ایف بي ای لخوا نیول شوي توکي بېرته نه ورسپارل کېږي،‌ نو 'سترې عامه ګټې' یوازې د یوه بې طرفه وکیل لخوا د ولسمشرۍ رسمي دندو پر مهال د مکالمو د محرمیت په خونديتوب سره ساتل کېدای شي.

بلخوا د امریکا د عدلیې وزارت ویاند انتوني کولي یوه لنډه اعلامیه کې ویلي چې د ښاغلي ټرمپ له قضايي دعوې خبر دي او محکمې کې به ځواب ووایي.‌

هغه زیاته کړې چې د ښاغلي ټرمپ د کور د پلټنې اجازه یوې فدرال محکمې ورکړې وه.‌

Mar-a-Lago

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مارا لاګو

د ترمپ د وکیلانو عریضه کې یو ځل بیا د هغه دا ادعا هم تکرار شوې چې ګوندې کور یې د سیاسي ملحوظاتو له مخې په دې هدف پلټل شوی چې د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته د هغه د بیا احتمالي نوماندۍ مخه ونیول شي.‌

دوی دا "ناڅاپي چاپه" له دې کبله بې ضرورته بللې چې ښاغلي ټرمپ پخپله څېړونکو سره همکاري کوله.

په ورته وخت کې پخپله ډونلډ ټرمپ هم د دوشنبې پر ورځ یوه ثبت کړي پیغام کې ویلي چې د هېواد له لروبر یې پلویانو په د ده د کور په تلاشي کېدو غم او غوسه ښودلې او ګوندې دا غوسه په ډېرېدو ده.