ډونلډ ټرمپ وايي 'اېف بي ای' یې فلورېډا کې کور پلټلی دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا مخکینی ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي د فدارل څېړنو ادارې 'ایف بي ای' یې فلورېډا کې پر کور چاپه اچولې ده.
هغه یوه اعلامیه کې ویلي چې کور یې د اېف بي ای کارکوونکو د یوې سترې ډلې لخوا اشغال شوی دی.
سي بي ایس نیوز یوه رپوټ کې ویلي چې دا چاپه د ښاغلي ټرمپ لخوا د ولسمشرۍ پر مهال رسمي اسنادو ته د رسېدنې څرنګوالي په تړاو له څېړنو سره تړلې ده.
اېف بي ای دا ګام داسې مهال پورته کړی چې د ډونلډ ټرمپ د پلویانو لخوا تېر کال د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د چپاو په اړه هم لانجمن تحقیقات روان دي.
سي این این یوه رپوټ کې ویلي چې ښاغلی ټرمپ فلورېډا کې د هغه پر کور د چاپي پر مهال نیویارک کې په خپل سوداګریز 'ټرمپ ټاور' کې و.
د هغه لخوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې له ټولو اړوندو حکومتي ادارو سره یې همکاري کوله نو د ده په وینا د داسې "نااعلان شویو چاپو" اړتیا نه وه. ښاغلي ټرمپ دا د امریکا ولس لپاره تیاره دور بللی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د قانون پلي کوونکو لخوا د ډونلډ ټرمپ تفتیش کې دا ډراماتیک زیاتوالی داسې مهال راځي چې هغه د ۲۰۲۴ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته د دریم ځلي احتمالي نوماندۍ چمتووالی نیسي.
ښاغلي ټرمپ هم خپله اعلامیه کې همدې ټکي ته په اشارې ویلي، چې دا ګام د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته له بیا نوماندۍ د ده د راګرځولو لپاره د "څارنوالۍ ناوړه چلن" او د "قضايي سیستم وسیله يي" کېدل ګڼل کېدای شي.
د ښاغلي ټرمپ لخوا خپره شوې اعلامیه کې زیاته شوې "دا ډول بریدونه یوازې د دریمې نړۍ ماتو هېوادونو کې ترسره کېدای شي. په خواشینۍ سره چې امریکا هم اوس د فساد له داسې کچې سره چې پخوا نه دی لیدل شوی، همداسې یو هېواد ګرځېدلی."
هغه ویلي "ان زما سېف [صندوق] یې مات کړی دی."

د عکس سرچینه، Getty Images
سي بي اېس تایید کړې چې اېف بي ای دا چاپه د ملي ارشیف ریکارډونو په تړاو د قضايي ادارو لخوا د لټون جازې پر بنسټ ترسره شوې.
د امریکا ملي ارشیف چې د ولسمشرۍ اړوندو ریکارډونو (سوابقو) د ساتنې مدیریت په غاړه لري، فبرورۍ کې له عدليې وزارت وغوښتل چې له ښاغلي ټرمپ دغو رسمي اسنادو د رسېدنې په اړه څېړنه وکړي.
د امریکا ولسمشران د قانون له مخې مکلف دي چې خپل ټول لیکونه، کاري اسناد او برېښنالیکونه ملي ارشیف ته وسپاري.
خو چارواکي وايي ښاغلي ټرمپ ګڼ اسناد په ناقانونه توګه څېرلي دي. د ملي ارشیف په وینا له دغو اسنادو یې ځینې بېرته سره یو ځای سرېښ یا پلستر کړي دي.
خو ډونلډ ټرمپ هغه مهال په دې اړه خپاره شوي رپوټونه جعلي بللي وو.








