د اوکرايين ښارونو کې د روسيې توغنديزو بریدونو خبرداری ورکړل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د اوکرايين ولسمشر ولودمير زېلېنسکي خبرداری ورکړی چې روسیه ښایي د اوکرایین د خپلواکۍ ورځې د لمانځلو پر مهال "په ځانګړې توګه ناوړه" پاروونکې بريدونه وکړي.
ښاغلي زېلېنسکي پلازمېنه کییف کې د وينا پر مهال وويل، کېدی شي مسکو د اوکرایین په جنوبي بندري ښار ماریوپول کې د سختې جګړې پر مهال نیول شوي اوکرایني سرتېري هم محاکمه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د توغنديز بريدونو له وېرې په پلازمېنه کييف کې د خلکو پر راټولېدو بندیز لګول شوی دی.
د اوکرایین ولسمشر وویل: "د دښمن یو مهم هدف زموږ سپکول او د مایوسۍ او وېرې خپرول دي."
هغه زیاته کړه، "موږ باید دومره پیاوړي واوسو چې د هر ډول پارونې پر وړاندې مقاومت وکړو او اشغالګر د خپل عمل په سزا ورسي."
لوېدیځ متحدان: د اوکرایین اټومي تاسیساتو امنیت دې ډاډمن کړای شي

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکا، بریتانیا، جرمني او فرانسې ټینګار کړی چې د اوکرایین له روانې جګړې دې د دغه هېواد د اټومي تاسیساتو خوندیتوب ډاډمن کړای شي.
د دغو هېوادونو مشرانو په دې تړاو تلیفوني خبرې کړې او خپله دا ژمنه یې هم تازه کړې چې کیېف سره به د روسیې د یرغل پر وړاندې مقابلې لپاره ملاتړ ته دوام ورکوي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د اوکرایین سویل ختیځ کې پر زاپورېژیا اټومي بټۍ د توغندیو برید وشو چې د یوه ستر ناورین د رامنځته کېدو اندېښنې یې را وټوکولې.
زاپورېژیا د اروپا په کچه تر ټولو ستره اټومي بټۍ او دمګرۍ د روسي ځواکونو کنټرول کې ده.
مسکو او کیېف پر دې بټۍ د برید پړه پر یو بل اچوي.
د اوکرایین حکومت یکشنبه دې بټۍ ته څېرمه نیکوپول ښار کې د نورو راکټي بریدونو خبر هم ورکړ.
له دې سره د امریکا، بریتانیا، فرانسې او جرمني مشرانو خپلو تلېفوني خبرو کې ویلي چې اټومي تاسیساتو ته نږدې جګړه کې باید زغم وشي ځکه دغو نښتو په ۱۹۸۶ کال د اوکرایین چېرنوبیل اټومي بټۍ کې له شوې پېښې د سترې غمېزې د پېښېدو خطر ارمنځته کړی دی.
خو دوی په ورته وخت د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې پرېکړې هرکلی کړی چې د ملګرو ملتونو څارونکو ته یې د زاپورېژیا اټومي بټۍ د لیدو اجازه ورکړې.
د زېلېنسکي خبرداری

د عکس سرچینه، UKRAINIAN PRESIDENTIAL PRESS SERVICE HANDOUT
د لوېدیځ مشرانو له دغو تلېفوني خبرو سره هممهاله د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي له اوکرایینیانو غوښتي د خپلواکۍ ورځې د مراسمو درشل کې ځېرک اوسي.
نوموړي ویلي "روسیه د ډېر ناوړه، ډېر ظالمانه کار هڅه کولی شي. د دښمن یو اصلي هدف دا دی چې موږ سپک کړي خو موږ باید دومره پیاوړي واوسو چې د هر ډول پارونې پر وړاندې مقاومت وکړو."
راتلونکې چارشنبه چې د اګست له ۲۴مې سره برابرېږي، د اوکرایین د خپلواکۍ ورځ ده.
د دغه هېواد حکومت پلازمېنه کییف کې د دې ورځې مراسمو ته ځانګړی چمتووالی نیولی او روانه جګړه کې یې د روسیې یو شمېر ویجاړ کړي ټانکونه نندارې لپاره راټول کړې دي.
روسیه څه وايي؟

د عکس سرچینه، Reuters
مسکو تر اوسه د لوېدیځو مشرانو دغو اندېښنو او څرګندونو ته ځواب نه دی ویلی خو دفاع وزارت یې ادعا کړې چې تازه یې اوکرایین ته د امریکا او لوېدېځ لخوا د استول شویو وسلو یوه ستره ټولګه لمنځه وړې ده.
دغه وزارت ویلي چې دا وسلې یې له تورې بحېرې د یوه اوږد واټنه توغندي په وسیله د اوکرایین سویل لوېدیځ د اوډیسا ښار بندر کې په نښه کړې دي.
مسکو ویلي د دوی لوري ویشتل شوي ځای کې د امریکا لخوا اوکرایین د توغندیو ورکړ شوي "هیمارس" او همدا راز د لویدېځ دفاعي سیستمونه ساتل کېدل.
کیېف تر اوسه دا برید نه دی تایید کړی.










