اوکرايين جګړه: کريميا کې د روسيې پر بېړيو بريد شوی دی

د عکس سرچینه، UCG
په کریمیا کې روسي ځواکونه د یوې بې پیلوټه الوتکې تازه بريد کې په نښه شوي دي.
د روسیې لخوا ټاکل شوي سیمه ایز مشر ويلي، د اوکرايین یوه بې پیلوټه الوتکه چې د روسيې تور سمندرګي کې يې بېړۍ په نښه کولې د شنبې په ورځ وويشتل شوه.
دا په داسې حال کې ده چې روانه مياشت په کريميا کې روسيې ځواکونو او پوځي تاسيسات په نښه شوي دي.
د شنبې يوه خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې د سيوسټپو په سيمه کې د روسيې بېړيو له اډې لوګي پورته کېږي.
بي بي سي نه ده توانېدلې چې په خپلواکه توګه دغه ويډيو تائيد کړي.
په عينی حال کې د اوکرايين ولسمشر ولودميز زېلېنسکي د هغه تړون هرکلی کړی چې له مخې به يې د ملګرو ملتونو پلټونکي د روسيې تر ولکې لاندې له زپروژيا اتومي بټۍ ليدنه کوي.
امریکا له اوکرایین سره نوې پوځي مرسته کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې کال کې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د ملګرو ملتونو مسوولینو ته به اجازه ورکړل شي چې د اوکرایین زاپوریژیا اتومي انرژۍ بټۍ لیدنه وکړي، امریکا له اوکرایین سره د ۷۷۵ ميليونه د ډالرو په ارزښت پوځي مرسته کړې ده.
له اوکرایین سره د امریکا دا پوځي مرسته له تېر ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې روانه ده او دا یې نهمه جوپه ده.
په دې مرستو کې د رادار ضد چټکو توغندیو ټولګه هم ده، چې د روسیې له ځمکې- هوا ته د توغېدونکو توغندیو مخه ونیسي.
د امریکا په دې پوځي مرستو کې دغه شامل دي:
- د (هیمارس) په نامه توغندیو ویشتونکي
- ۱۶ هوټزر توپونه (۱۰۵ میلیمتره) له ۳۶۰۰۰ د توپ له ۱۰۵ میلیمتره مرمیو سره
- ۱۵ بې پیلوټه "ایګل" الوتکې
- ۴۰ د ځمکنیو ماینونو او کمین مقاومت لرونکي پوځي مکس پرو ګاډي
- ۵۰ چټک او د لوړ حرکت لرونکي پوځي ګاډي
- ۱۵۰۰ ټاو ډوله توغندي
- ۱۰۰۰ د زغرو ضد جاولین توغندي
- ۲۰۰۰ د زغرو ضد مرمۍ
- د ځمکنیو ماینونو شنډوونکې الې
- د ویجاړۍ زېرمې
- د خوندي تکتیکي اړیکو الې
- د شپې د لید وسایل، د حرارت کشفوونکې الې
پوتین وايي، ملګرو ملتونو ته د اوکرايين اټومي بټۍ لیدنې اجازه ورکوي

د عکس سرچینه، Reuters
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د ملګرو ملتونو مسوولینو ته به اجازه ورکړل شي چې د اوکرایین زاپوریژیا اتومي انرژۍ بټۍ لیدنه وکړي.
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کریمیلن دا اعلان د ښاغلي پوتین او فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون تر منځ له ټیلیفوني خبرو وروسته کړی.
دا پرمختګ له هغه وروسته شوی، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش بي بي سي سره خبرو کې د بټۍ په هکله ''اندېښنه '' څرګنده کړه.
نوموړي وویل، د بټۍ په شاوخوا کې باید پوځي فعالیتونه پای ته ورسېږي، چې د ملګرو ملتونو څارونکي وکولای شي بټۍ معاینه کړي.
د فرانسې او روسیې مشرانو تر منځ له خبرو وروسته د کریملین له لوري په یوه اعلامیه کې وویل شول، ښاغلي پوتین د ملګرو ملتونو پلټونکو سره زاپوریژیا اتومي بټۍ ته د ورتلو لړ کې د ''اړینې مرستې '' لپاره هوکړه کړې ده.
روسي ځواکونو له تېرې مارچ میاشتې راهیسې پر دې بټۍ ولکه ټینګه کړې، خو د بټۍ اوکراییني کارکوونکي د روسیې له لارښوونې سره سم په بټۍ کې دنده ترسره کوي.
مخکې کريملین وویل، د روسیې او فرانسې ولسمشران پر دې سره سلا شوي چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې پلټونکي لیدنه ترې وکړي.
د فرانسې له ولسمشر سره خبرو کې پوتین پر اوکرايين تور پورې کړی چې ګواکې دې بټۍ ته د کيېف له لوري د توغول شوي توغندي له کبله زیان اوښتی دی.
خو اوکرايين تر دې مخکې پر روسیې ورته تور پورې کړی.
په دې وروستیو اوونیو کې دا غوښتنې زیاتې شوې دي چې د کارپوهانو یوې بې پرې ډلې ته باید اجازه ورکړل شي چې دا بټۍ معاینه کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیرېش هم ورته غوښتنه کړې وه. دی اوس د اوکرايين پر سفر دی او ویلي یې دي چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته باید هلته د لاس رسي اجازه ورکړل شي.
د یادولو ده چې دغه بټۍ او څېرمه سیمه په تېره مارچ میاشت کې روسيې ولکه کړې ده خو لا هم فعاله ده او اوکراييني کارکوونکي کار پکې کوي.
د ویانا په نړیوال سازمان کې د روسیې استازی میخایل اولیانوف وايي، "موږ دا مهال د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې له سکرتریت سره پر دې مسئله خبرې کوو".
ښاغلي اولیانوف ویلي چې په نوې اوونۍ کې به پر دې خبرې وشي چې په دې پلټنډله کې به څومره کسان وي، په کومه لار به بټۍ ته ورځي او څومره موده به هلته څه کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دی زیاتوي، "که څه هم اټکلونه تل ریښتیا نه وي، خو داسې احساسوم چې ښايي د سپتمبر په لومړیو کې به دوی دا لیدنه ترسره کړای شي".
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې تر واک لاندې د دې اتومي بټۍ اوکراییني کارګرو په کارځای کې د یوې احتمالي اتومي ناوړه پېښې خبرداری ورکړی او په وینا یې ''له تېرو دوو اونیو راهیسې '' پرې پرله پسې پوځي بریدونه شوي دي.
ښاغلي ګوتېرش همدا راز دې بټۍ ته پر اوښتي زیان خواشیني څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې ''زاپوریژیا ته زیان رسېدل به ځانوژنه وي. ''









