روسیې کریمیا کې چاودنې "ورانکاره عملیات" بللي
د روسیې دفاع وزارت د کریمیا ټاپو وزمې شمال کې د دوی د ځواکونو د وسلو یوه زېرمتون کې د سې شنبې ورځې چاودنې 'د ورانکارۍ عملیات' بللي دي.
دې وزارت ویلي دغو چاودنو چې ژانکوی ښار ته نږدې د وسلو لنډمهاله ډیپو کې شوې، عامو زېربناو ته هم زیان اړولی او نږدې دوه زره ځايي اوسېدونکي یې اړ کړي چې له سیمې ووځي.
راپورونه وایي سیمه کې یو برېښنا کوټ او د اورګاډي لیکې ته زیان اوښتی.
تر دې څو ورځې وړاندې کریمیا کې د روسي ځواکونو ساکي پوځي اډه کې هم چاودنې شوې وې چې درانه زیانونه یې اړولي وو.
د مسکو لخوا کریمیا لپاره ګومارل شوې ادارې د سې شنبې ورځې له چاودنو وروسته دې ټاپو وزمه کې بېړنۍ حالت اعلان کړی دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
اټکل دا دی چې دا پېښې به د اوکرایین لخوا د بریدونو پایله کې رامنځته شوې وي، خو کیېف دا بریدونه نه دي تاييد کړي.
روسیې هم تر اوسه دا نه دي ویلي چې دغه ورانکاره عملیات چا او څرنګه ترسره کړي.
روسیې مخکې پر کریمیا د هر ډول ممکنه برید د ډېرو ناوړه پایلو خبرداری ورکړی و.
د اوکرایین د کورنیو چارو وزارت مرستیال انتون ګراشچینکو پر ټویټر ددغې چاودنې عکسونه خپاره کړي.
کریمیا کې ولې چاودنې دومره حساسې دي؟
د روسیې پخواني ولسمشر دیمیتري میدویدف چې اوس د ملي امنیت د واک لرونکې شورا مرستیال دی، یوه میاشت مخکې ویلي وو که پر کریمیا برید وشي، نو "عاملین دې د قیامت ورځې په تمه شي. (د روسیې غبرګون) به ډېر چټک او سخت وي".
د بي بي سي نیوز خبریال ویل ورنون د تېرې اونۍ له چاودنو ووسته لیکلي وو: "داسې اندېښنه شته چې که اوکرایین په اوکرایین کې خپل منظم بریدونه پیل کړي، روسیه جدي غبرګون ښودلی شي".
د هغه په وینا، د کریملین لپاره کریمیا یو نیمه مقدس ځای دی او "له تاریخي اړخه" د روسیې برخه ګڼل کېږي.
روسیې په ۲۰۱۴ کال کریمیا ونیوه او له خپلې خاورې سره یې ضمیمه کړه. کریمیا د روسي سیلانیانو لپاره یو د خوښې ځای دی.
د روسیې له خاورې سره د کریمیا پر یوځای کولو نړیوال غبرګونونه او غندې وښودل شوې.
مسکو د فبرورۍ پر ۲۴مه، پر اوکرایین یرغل وکړ او له کریمیا یې پر اوکرایین د خپلو جنګي ځواکونو د تمځي په توګه ګټه واخیسته.











