په سټیلایټ تصویرونو کې ښکاري چې د کریمیا هوايي اډې ته دروند زیان اوښتی

Smoke rises after explosions were heard from the direction of a Russian military airbase near Novofedorivka, Crimea August 9, 2022.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د سې شنبې پر ماسپښین له چاودنو وروسته له هوايي اډې لوګي پورنه شول.
    • Author, جوشوا چیتم، فرانسسکا ګیلیټ او ایروان ریواولټاو ایروان ریواولټ
    • دنده, بي بي سي

په سټیلایټ تصویرونو کې لیدل کېږي چې د کریمیا سیمې په هغه هوايي اډه کې پراخ ویجاړی رامنځته شوی، چې روانه اونۍ پکې چاودنې وشوې.

په دې تصویرونو کې یو شمېر ودانۍ لیدل کېږي چې ورانې شوې او دغه راز یو شمېر روسۍ الوتکې لیدل کېږي چې ویجاړې شوې دي.

د روسیې تر واک لاندې کریمیا په ساکې نومې دې هوايي اډه کې د سې شنبې پر ورځ یو شمېر چاودنې وشوې او یو کس پکې ووژل شو.

که څه هم اوکرایین د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو نوي ثبوتونه ښيي چې د احتمالي هدفي برید احتمال شته.

د ویډیو تشریح، کریمیا کې چاودنه

د امریکايي سټلایټ تصویرونه پراخه ساحه ښيي چې د اور لمبو وهلې ده.

د هوايي اډې مرکزي ځغاستلیکه په دې تصویرونو کې ثابته ښکاري، خو لږ تر لږه اته الوتکې په داسې حال کې ښکاري چې دروند زیان ورته اوښتی دی او له ورایه ښکاري.

دا الوتکې د اډې په داسې برخه کې ولاړې ښکاري چې ګڼ شمېر نورې الوتکې هم پکې له سرپټو ځایونو پرته تر شنه اسمان لاندې ساتل کېږي.

دپلانټ لیبس په نامه دغه اله چې پر اوکرایین د سټیلایټ سلګونه تصویري سرچینې کنټرولوي لومړنۍ خپلواکه سرچینه ده، چې د کریمیا دې هوايي اډې ته اوښتی زیان تاییدوي.

ساکې هوايي اډه د اګست پر نهمه له چاودونو مخکې

د عکس سرچینه، Planet Labs PBC

د عکس تشریح، ساکې هوايي اډه د اګست پر نهمه له چاودونو مخکې
Saki military airbase after shot

د عکس سرچینه، Planet Labs PBC

د عکس تشریح، ساکې هوايي اډه د اګست پر لسمه له چاودونو وروسته، یو شمېر ویجاړې شوې الوتکې له ورایه ښکاري.

خو لا هم معلومه نه ده، چې د دې هوايي اډې زیان کچه څومره ده، ولې او د څه له کبله چاودنې پکې شوې دي. روسیه وايي، د وسلو په یوه زېرمتون کې د خوندیتوب نیمګړو اقدماتو له کبله اورلګېدلی و، چې له کبله یې باروتو او مرمیو کې چاودنې وشوې.

اوکرایین د دې برید مسوولیت نه دی منلی او د دغه هېواد دفاع وزارت وايي، بې پرواه روسي پوځیان یې ښايي مسوول وي.

د اوکرایین هوايي ځواک په وینا لسګونه الوتکې په دې چاودنو کې ویجاړې شوې دي، روسیه بیا د الوتکو ویجاړېدل ردوي، خو نوي تصویرونه ښيي چې دا خبره رښتیا نه ده.