تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د الجزایر ځنګلي اور؛ تر اوسه ۲۶ کسان پکې وژل شوي
د الجزایر د کورنیو چارو وزارت ویلي د هېواد ختیځ ځنګلونو کې اور لګېدو لږترلږه ۲۶ کسان وژلي دي. د کورنیو چارو وزیر کامل بلجود د هېواد ملي تلوېزیون ته وویل، تر اوسه په دې اور کې ۲۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.
دا اور د الجزایر په ۱۴ ځایونو کې لګېدلی چې اوس د هېواد شمال ته هم غځېدلی دی.
بلجود وايي، له تونس سره پر پوله یوازې الطارف ولایت کې اور ۲۴ کسان وژلي او دوه نور په سطیف ولایت کې وژل شوي.
بلجود زیاتوي: "د اور لګېدو له کبله کابو ۱۸۰۰ هکټاره ځمکه له منځه تللې او ۸۰۰ هکټاره ځنګل سوځېدلی دی".
د الجزایر چارواکي اوس د اور کابو کولو هڅې کوي.
د الجزایر ولسمشر عبدالمجید تبون د وژل شویو له کورنیو سره غمشریکي ښودلې او د اور وژلو لپاره یې د هر ډول چټک کار ژمنه کړې ده.
تبون ویلي "د اور وژلو لپاره به له هر ډول بشري ځواک ګټه واخلو".
په سطیف کې د ملکي ساتنې ادارې ویلي، په اور کې د وژل شویو له جملې دوې یې ښځې دي، یوه ۸۵ کلنه مور او بله یې ۳۱ کلنه لور ده.
وړاندې چارواکو ویلي وو، اهراس بازار کې څلور کسان وژل شوي او ۴۱ نور سخت سوځېدلي او د سا اخیستو له ستونزو کړېږي.
رسنیو ویلي، له سیمې ۳۵۰ کسان ایستل شوي.
د ملکي ساتنې ادارې ویلي، لا هم د ۱۴ ولایتونو په ۳۹ ځایونو کې اور بل دی.
چورلکې د اور وژلو هڅه کوي، اوبه پرې شیندي.
د اګسټ له پیل راهیسې الجزایر کې ۱۰۶ ځایه اور بل شوی چې تر ۲۵۰۰ هکټاره ډېر ځنګل یې سوځولی دی.
د کورنیو چارو وزیر بلجود ویلي د اور لګېدو ځینو پېښو کې انسانان ښکېل دي.
د الجزایر شمال کې هر کال اور بلېږي، چې مرګ ژوبله هم ورسره وي.
سږ اوړی هلته اور لګېدو لږترلږه ۳۰ کسان وژلي وو.
تېر کال هلته د ځنګلونو اور کې ۹۰ کسان وژل شوي وو او تر ۱۰۰ زره هکټاره ډېر ځنګل سوځېدلی و.