د چین "څارګره بېړۍ" شري لنکا ته رسېدلې؛ هند ولې ورته اندېښمن دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د چین "یوان وانګ ۵" څېړونکې بېړۍ د هند له اندېښنو سره سره د شري لنکا همبانټوټا بندر کې لنګر اچولی دی.
خو چارواکي وایي دې بېړۍ ته په دې شرط د شري لنکا دغه بندر کې د درېدو اجازه ورکړ شوې چې د دغه هېواد اړوندو اوبو کې به څېړنې نه کوي.
د رپوټونو له مخې وړاندې هند اندېښنه ښودلې وه چې دا بېړۍ به دوی د فعالیتونو د جاسوسۍ لپاره وکارول شي.
د شري لنکا بهرنیو چارو وزارت ویلي دې بېړۍ ته د اګست تر ۲۲مې پورې دغه بندر کې، چې چارې یې د چین لخوا سمبالېږي، د تم کېدو اجازه ورکړ شوې.
رویټرز خبري اژانس د بهرنیو امنیتي شنونکو له خولې لیکلي و 'یوان وانګ ۵' د چین د نوي نسل پرمختللو بېړیو له ډلې ده چې د سپوږمکیو، توغندیو او د لویو وچو ترمنځ د واټن وهونکو مېزایلو د توغونکو سیستمونو څارنې لپاره کارول کېږي.
د هند ګنو رسنیو ویلي چې دا یوه څارګره او جاسوسي بېړۍ ده.
د "این ډي ټيوي" په نوم د خبري ویب پاڼې رپوټ کې راغلي نوی ډیلی اندېښمن دی چې دې بېړۍ به شري لنکا ته پر لاره د هندي تاسیساتو جاسوسي کړې وي.
د هند بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د جولای میاشتې لومړیو کې ویلي و چې د دوی حکومت د دې بېړۍ پلان شوی سفر څاري او نوی ډیلی به خپلې امنیتي او اقتصادي ګټې خوندي کړي.
د رویټرز د رپوټ له مخې د هند حکومت هغه مهال د دې بېړۍ د سفر له کبله شري لنکا ته شفاهي شکایت هم کړی و.
بېجېنګ بیا د شري لنکا لخوا د دې بېړۍ د ورتګ په تړاو مشورو ته د وخت غوښتلو غبرګون کې د کوم هېواد د نوم له اخیستلو پرته ویلي و، دا عادلانه نه ده چې ځينې هېوادونه د "امنیتي اندېښنو" په نوم پر شري لنکا فشار راوړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
کولمبو وروسته وویل چې دې بېړۍ ته یې د ورتګ اجازه ورکړې.
هند خپل ګاونډ کې د چین له پراخېدونکې نفوذ اندېښمن دی.
بېجېنګ شري لنکا ته د کمربند او سړک نوښت اډانه کې شري لنکا ته میلیاردونه ډالر پور ورکړی دی.
خو دغو پېسو شدید اقتصادي کړکېچ کې ګېرې شري لنکا سره ډېره پام وړ مرسته نه ده کړې.










