پاکستان کې خونړۍ ترافیکې پېښه؛ ۲۰ کسان وژل شوي، ۶ ټپيان دي

د عکس سرچینه، Rescue 1122
پاکستان کې بهاولپور ښار ته نږدې پر ایم-۵ موټروې له لاهوره کراچۍ ته د روان مساپر وړونکي بس او د تېلو لېږدونکي موټر ترمنځ د ټکر له کبله لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي، شپږ ټپيان دي.
مرستندویانو ویلي د دغو موترونو له ټکر سره د تېلو ټانکر اور اخیستی.
پاکستان کې د لویو لارو چارواکو په وینا تر دې پېښې وروسته د څو ساعتونو لپاره موټروې تړلې وه.
دوی زیاته کړې چې د خصوصي کمپنۍ دا بس د چټک تګ له کبله د تېلو ټانکر سره جنګېدلی.
د لویو لارو پولیس وايي دوی، ځايي پولیسو او روغتیایي مرستندویانو پر وخت د پېښې ځای ته ځان رسولی خو ټانکر کې لګېدلی اور ډېر پراخ و او د ژغورنې چارې یې ستونزو سره مخ کولې.

د عکس سرچینه، Rescue 1122
د دوی په له بس ۹ مساپر ټپي حالت کې ایستل شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
د دغه اور وژلو څو ساعته وخت اخیستی.
ویل کېږي دې پېښه کې ښکېل سلیپر بس چې د یوې خصوصي کمپنۍ اړوند دی، په ځايي وخت د شپې ۹ بجې له لاهوره کراچۍ ته روان شوی و او دوه چلوونکي پکې سپاره وو چې سکر کې باید بدل شوي وای.
مالومات دا دي چې دغه بس ټولټال ۲۴ سپرلۍ لېږدولې چې دوه تنه ترې حیدر اباد او پاتې ۲۲ نور کراچۍ ته تلل.
پاکستان کې مرګونې ترافیکي پېښې ډېرې کېږي.
د سړکونو او موټرونو خراب والی، چټک تګ او همدا راز د چلوونکو بې احتیاطي د دغو پېښو ستر لاملونه بللې کېږي.









