هغه سړی 'اتل' بلل شوی، چې شپږ ساعته یې د یوه بانک مسوولین یرغمل کړي وو

په لبنان کې هغه وسله وال سړی ګڼ شمېر کسانو اتل بللی، چې تر شپږ ساعتونو پورې یې بیروت کې یو بانک یرغمل کړی و. لبنان کې د سخت اقتصادي کړکېچ له کبله بانکونو سخت اصول وضع کړي دي.

د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، دا وسله وال سړی له ټوپک سره بانک ته ننوتی و، پټرول یې شېندلي او د روغتون لګښتونو پوره کولو لپاره یې له بانکه خپلې پیسې غوښتې. د دې سړې دا کړنه د ده لپاره د یو شمېر کسانو د ملاتړ لامل شوه، چې د بانک مخې ته راټول شول او شعارونه یې ورکول: ''ته زموږ اتل یې. ''

د ایل بي سي خبري شبکې په رپوټ کې ویل شوي، دا وضعیت د بانک مسوولینو او وسله وال سړي تر منځ د مذاکراتو له بریا وروسته په سوله ییز ډول پای ته ورسېد. د رپوټ له مخې بانک دې سړي ته د ده له خپل بانکي حسابه د ۳۵ زره امریکايي ډالرو ورکولو هوکړه وکړه.

وروسته د پولیسو په بدرګه یرغمل شوي کسان او وسله وال د فدارل بانک له حمرا واټ څانګې ولېږدول شول، خو چارواکو نه دي ویلي چې دا سړی به محاکمه شي او که نه. د ایل بي سي رپوټ کې ویل شوي، د مشکوک سړي ځینې کورنۍ غړي په روغتون کې بستري دي او نغدو پیسو ته یې سخته اړتیا درلوده.

د دې سړي ورور خبریالانو ته وویل: ورور مې په بانک کې ۲۱۰ زره ډالره سپمولي، خو اوس یې د روغتون لګښت پرې کولو لپاره ۵۵۰۰ ډالرو ته اړتیا درلوده. په ۲۰۱۹ کال کې د خلکو پر بانکي حسابونو له سخت کنټرول عملي کېدو وروسته په لبنان کې غوسه ډېره شوې.

له دې هېواده بهر ته د پیسو پر استولو هم محدودیتونه لګول شوي دي. لبنان دا مهال د اوسني وخت له خورا یوه سخت اقتصادي بحرانه تېرېږي، چې له کبله یې د ژوند اړتیاوو پوره کول یوه ګرانه چاره ده او د غنمو او درملو په څېر اړتیاوړ توکو بیې پکې خورا لوړې شوې دي.

د لبنان ځايي پولي واحد ۹۰ سلنه ارزښت له لاسه ورکړی او د ملګرو ملتونو په وینا له پنځو لبنانیانو څلور یې به بیوزلۍ کې ژوند کوي.