تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لبنان ولې ټانکونه سمندر ته غورځوي؟
په لبنان کې د 'چاپېریال ساتنې ملګرو' ډلې د پوځ اړوند ځینې ټانکونه د صیدا ښار سمندرغاړې اوبو ته غورځولي چې وايي هدف یې له کثافاتو د ځان خلاصول دي. خو دا کار یې ولې وکړ؟
ښايي ډېرو ته به دا منطقي نه وي چې د چاپېریال ساتنې برخه کې فعالانو ولې د پوځ اړوند لس پخواني ټانکونه دله کثافاتو د خلاصون په موخه سمندر ته غورځولي.
همدا چم د لبنان صیدا ښار کې یوې ډلې کړی چې سیمې ته پرې ډېر شمېر سیلانیان ورجذب کړي.
د شنبې په ورځ، له ساحل نه نژد درې کلیومتره لرې تماشاچیانو سمندر ته ددغو ټانکونو د ورغورځولو ننداره کوله.
د یادې ډلې کامل کزبر، چې د دې پروژې مشري هم کوي، فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي "دا ځای د غوټه وهونکو جنت دی او موږ دلته تر اوبو لاندې ژوند ته پرمختګ ورکولی شو."
ده هیله وښوده چې یاد ټانکونه به چې پوځ ورته ډالۍ کړي، د سمندر تل کې بوټو کې پټ شي. دوی غواړي تر سمندر لاندې د ساتېرۍ یو ځای جوړ کړي چې هلته هېڅ کثافات هم نه وي.
په تېره جنورۍ میاشت کې، د کثافاتو د داسې امبارونو عکسونه خپاره شول چې د پلازمېنې بیروت شمالي ساحل ته څېرمه غونډ کړل شوي وو.
دا پروژه یوازې د چاپېریال ساتنې اړوند پروژه نه ده، ځکه چې د یادې ډلې په وینا، د ټانکونو خولې یې د جنوبي ګاونډي اسرائیل پر لوري ورسیخې کړې دي.
کزبر وویل: "دا کار مو له فلسطیني ولس سره د خواخوږۍ په پار وکړ."