تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه: د اوکرایین پر اټومي بټۍ بریدونه د "لوی ناورین" لامل کېدی شي
په اوکرايين کې د زاپوريژيا پر اټومي بټۍ د بريدونو راپورونه ورکړل شوي. د ملګرو ملتوونو سرمنشي انتونيو ګوتریش خبرداری ورکړی چې د دې بريدونو دوام د يوه "لوی ناورين لامل" کېدلی شي.
د زاپوريژيا اتومي بټۍ په اروپا کې تر ټولو لويه اتومي بټۍ ده چې د تېرې مارچ مياشتې راهيسې د روسي ځواکونو لاس ته ورغلې ده.
د راپورونو له مخې د پنجشبنې په ورځ د دغې بټۍ د دفتر پر ودانۍ لس توغندي ولګېدل چې اوکرايين او روسيه يې يو بل ته پړې ګوته نيسي.
اوکرايين هم ويلي، چې روسيه ښايي د نړۍ د "تر ټولو سترې اتومي پېښې لامل شي".
د چارشنبې په ورځ د اوو سترو صنعتي هېوادونو (جي ۷) د بهرنيو چارو وزيرانو پر روسيې غږ وکړ چې ژر تر ژره دې دغه بټۍ بېرته اوکرايين ته وسپاري.
امریکا هم له دواړو غاړو غوښتي چې د اتومي بټۍ شاوخوا يوه غيرپوځي سيمه جوړه کړي. د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند ويلي، د اتومي بټۍ سره نژدې جګړه کول له "ګواښه ډک او غيرمسولانه دي."
د ژاپوريژيا اتومي بټۍ چې د اوکرايين په ختيځ کې موقعيت لري له تېرې اوونۍ راهيسې پرې د توغندي بريدونه کېږي.
اوکرايین وايي روسيې دغه سيمه په پوځي اډه بدله کړې او له دې ځايه يې بريدونه پيل کړي، ځکه دوی په دې پوهېږي چې اوکرايين به پرې بريد ونکړي.
څو ورځې وړاندې هم اوکراییني چارواکو ويلي وو، د روسي ځواکونو یو توغندي د يادې اتومي بټۍ پر دېوال لګېدلی دی چې د بټۍ د برېښنا مزي او د نایټروجن - اکسیجن زېرمې ته يې زيان رسولی دی.
له دې مخکې د روسيې لخوا ګومارل شویو ځايي چارواکو پر اوکراییني ځواکونو د دې برید پړه اچولې وه. اوکرایین په دې ځای کې پر مېشتو روسي ځواکونو تور پورې کړی، چې د ''وېرې خپرولو لپاره '' یې پر ملکي خلکو د راکټونو ګوزارونه کړي دي.
خو د روسیې انټرفاکس خبري اژانس په رپوټ کې د روسیې لخوا ګومارل شویو چارواکو له قوله ویل شوي، چې اوکراییني ځواکونو د سیند له بل لوري پر بټۍ د توپونو ګوزارونه وکړل، چې له کبله یې د برېښنا مزیو ته زیان اوښتی او اور یې اخیستی دی.