تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'د روسي ځواکونو توغندي د اوکرایین اتومي بټۍ یوې برخې ته زیان اړولی'
اوکرایین چارواکي وايي، د روسي ځواکونو یو توغندي د هغې اتومي بټۍ پر یوه دېوال لګېدلی، چې د روسي ځواکونو په ولکه کې ده. خو د چارواکو په وینا له بټۍ اتومي وړانګې نه دي وتلې.
د چارواکو په وینا د زاپوریژیا اتومي بټۍ یوه برېښنا مزي او د نایټروجن - اکسیجن زېرمې ته زیان رسېدلی دی.
له دې مخکې د روسيې لخوا ګومارل شویو ځايي چارواکو پر اوکراییني ځواکونو د دې برید پړه اچولې. اوکرایین په دې ځای کې پر مېشتو روسي ځواکونو تور پورې کړی، چې د ''وېرې خپرولو لپاره '' یې پر ملکي خلکو د راکټونو ګوزارونه کړي دي.
یوه ځايي سوداګر بي بي سي ته په دې هکله وویل: هر سهار وینو، چې دوی یوازې پر ملکي خلکو ګوزارونه کړي دي. بي بي سي و نه توانېده پر اتومي بټۍ شوي برید کې اوښتی زیان تایید کړي.
روسیې د زاپوریژیا اتومي بټۍ کنټرول په مارچ میاشت کې ترلاسه کړ، خو اوکراییني کارکوونکي یې پر دندو فعال ساتلي. دا په ټوله اروپا کې د خپل ډول تر ټولو ستره اتومي بټۍ بلل کېږي.
لوېدېځوالو چارواکو په دې بټۍ کې د روسي ځواکونو د تکتیکونو په هکله خبرداری ورکړی، چې د اوکرایین په سویل ختیځ کې د دنیپر سیند پر غاړه موقعیت لري.
د روسیې انټرفاکس خبري اژانس په رپوټ کې د روسیې لخوا ګومارل شویو چارواکو له قوله ویل شوي، چې اوکراییني ځواکونو د سیند له بل لوري پر بټۍ د توپونو ګوزارونه وکړل، چې له کبله یې د برېښنا مزیو ته زیان اوښتی او اور یې اخیستی دی.
تر اوسه معلومه نه ده، چې په بټۍ کې د برېښنا څومره مزي فعال پاتې دي او له خپلواکو سرچینو د دې ادعاوو په هکله تائید نه دی ترلاسه شوی.