تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ملګري ملتونه وايي، د اوکرایین یوه اتومي انرژۍ مرکز کنټرول له لاسه وتلی
د ملګرو ملتونو اتومي انرژۍ اداره وايي، د اوکرایین یو مهم اتومي انرژۍ مرکز چې روسي پوځیانو ولکه کړی، په بشپړ ډول له کنټروله وتلی دی.
ایسوشیټیډ خبري اژانس د دې ادارې مشر رافایل ګروشي له قوله ویلي، د اوکرایین په زاپوریژیا سیمه کې دا اتومي انرژۍ مرکز یوې معاینې او ترمیم ته اړتیا لري.
دغه اتومي مرکز چې په اروپا کې تر ټولو ستر بلل کېږي، په خطرناک ډول د جګړې ډګر ته نژدې موقعیت لري.
بل پلو د روانې اونۍ پیل کې د امریکا متحدو ایالتونو بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پر روسي پوځیانو تور پورې کړ، چې له دې اتومي مرکزه د پوځي هدفونو لپاره کار اخلي او له همدې ځایه پر اوکراییني پوځ بریدونه کوي.
اوکراییني چارواکي وايي، روسيې د دنیپرو سیند پر غاړه په دې مرکز کې پوځيان ځای پر ځای کړي او پوځي تجهیزات پکې ساتي.
خو د روسیې له خوا یوه ګومارل شوي ځايي چارواکي بیا له رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې ادعا کړې چې اوکراییني ځواکونه پر دې مرکز د بریدونو لپاره له هغو وسلو کار اخلي چې لوېدیځوالو هېوادونو ورکړې دي.
یوګیني بالیتڅکي وايي، دوی چمتو ته د ښاغلي ګروشي ادارې ته وښيي چې روسیه څنګه د اتومي مرکز ساتنه کوي، خو اوکراییني ځواکونه پرې بریدونه کوي.
په مارچ میاشت کې چې روسي ځواکونو دا مرکز ونیو، پر ودانیو یې د بریدونو له کبله په نړیواله کچه یوه غوغا رامنځته شوه.
د یادونې ده چې دا اتومي مرکز اوس هم فعال دی او اوکراییني کارکوونکي یې د روسیې تر کنټرول لاندې فعالیت کوي.
په ۱۹۸۶ کال کې د اوکرایین شمال کې د چیرنوبل یوې اتومي بټۍ یوه ریکټر چاودنې له کبله په نړۍ کې بې ساری اتومی بحران رامنځته شو.
د سږ کال فبرورۍ پر ۲۴ مه چې روسي ځواکونو پر اوکرایین یرغل وکړ، چیرنوبل یې هم ونیو، خو له څو اونیو وروسته بېرته ترې ووتل.
د چیرنوبل کارځای کمپیوټرونه یا چور شوي وو یا زیان ورته رسول شوی و، خو اصلي اتومي تجهیزاتو او الاتو ته زیان نه و رسېدلی.