د عراق پر پارلمان د مقتدا صدر پلویانو یرغل؛ وکیلانو خپل کار ځنډولی

د عراق شیعه مذهبي مشر مقتدا صدر پلویانو په تېرو دریو ورځو کې د دویم ځل لپاره د پارلمان ودانۍ ته تر ننوتلو وروسته خپل اعتراض ته دوام ورکړی دی.

مظاهره‌چیانو یوځل بیا د بغداد تر ټولو خوندي زرغونه سیمه ماته کړې د عراق پارلمان ودانۍ ته ننوتلي او د هېواد د لومړي وزارت لپاره یې د ایران له ملاتړ د برخمن لومړي وزیر پر وړاندې پارلمان کې پرلت کړی.

په وروستي اړ و دوړ کې تر ۱۲۰ ډېر کسان ژوبل شوي. د عراق روغتیا وزارت ویلي، د شنبې په ورځ نژدې ۱۰۰ ولس‍ي وګړي او ۲۵ امنیتي کسان ژوبل شوي دي.

وړاندې د عراق د پارلمان مشر محمد الحلبوسي ویلي وو، تر دویم اعلان پورې به د پارلمان ټولې ناستې لغوه وي.

الحلبوسي د عراق پر لومړي وزیر مصطفی کاظمي هم د دولتي بنسټونو د ساتلو او د لاریونیانو د خوندیتوب غږ کړی دی.

نوموړي د هېواد له مخالفو سیاستوالو د "یوې بېړنۍ ملي ناستې" جوړېدو غوښتنه کړې.

د مقتدا صدر پلویان بیا د عراق پارلمان ته ننوتي؛‌ وايي دا ځل پرلت پکې وهي

عراق کې د شیعه روحاني مشر مقتدا صدر پلویان یو ځل بیا د پارلمان ودانۍ ته ننوتي او ویلي یې دي چې دا ځل هلته پرلت وهي.‌

دا تېره یوه اونۍ کې دویم ځل دی چې د صدر پلویان له امنیتي اړخه د بغداد تر ټولو دې خوندي سیمه کې په زور د پارلمان ودانۍ ته ننوځي.

د عراق پر نورو دولتي ودانیو سربېره بهرني سفارتونه هم په همدې زرغونه سیمه کې دي.

لانجه پر دې ده چې صدر پلویان د ایران له ملاتړه د نورو برخمنو ډلو د اېتلاف لخوا د عراق لومړي وزیر څوکۍ ته د "محمد شیاع السوداني" له نوماندۍ سره مخالف دي.‌

شیاع السوداني له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۴ کال پورې د مخکیني لومړي وزیر نوري المالکي د کابینې غړی پاتې شوی.

د فرانسې خبري اژانس د یوه اعتراض کوونکي په حواله لیکلي چې وایي "موږ ښاغلی السوداني نه غواړو."

هغه چې دولتي مامور هم دی زیاته کړې، محمد شیاع السودانی "فاسد دی او د هېواد د مدیریت وړتیا نه لري"

د عراق روغتیا وزارت ویلي د شنبې ورځې اخ و ډب کې تر سلو ډېر ملکیان او ۲۵ امنیت ساتونکي ټپیان شوي چې د شپږو روغتیايي وضعیت نازک دی.

د عراق دولتي "اینا" خبري اژانس وايي د صدر غورځنګ غړو اعلان کړی چې دا ځل د پارلمان ودانۍ کې پرلت وهي.

له دې سره د عراق د پارلمان رییس محمد الحلبوسي اعلان کړی چې د پارلمان ټولې ناستې ځنډېدلې.

عراق د تېر کال اکتوبر کې د ټولټاکنو له لارې د نوي حکومت جوړولو کې له پاتې راتلو راهیسې سیاسي کړکېچ سره لاس ګریوان دی.

د مقتدا صدر پلویانو دغو ټاکنو کې د پارلمان له ۳۲۹ تر ټولو ډېرې څه باندې ۱۲۰ څوکۍ وګتلې، خو دا د حکومت جوړولو لپاره کافي نه دي.

دوی اوس د اعتراضونو له لارې‌ غواړي د سیالو شعیه ډلو سیاسي اېتلاف تر فشار لاندې راولي.

‌د عراق لومړي مصطفی کاظمي چې تر ټاکنو را وروسته یې د کابینې د سرپرست په توګه دندې ته دوام ورکړی یوه تلویزیوني وینا کې له ټولو سیاسي اړخونو غوښتي چې "سره کینې، خبرې وکړي او یوې هوکړې ته ورسېږي."

د حشدالشعبي فراکسیون مشر هادي عامري هم ورته غوښتنه مطرح کړې.

د مقتدا صدر پلویان یو وخت د اعراق له حکومت او دغه هېواد کې له مېشتو امریکايي ځواکونو سره خونړۍ جګړه کې ښکېل وو.‌

شنونکي وايي ښاغلی صدر عراق کې میلیونونه ملاتړي او پلویان لري.

عراق کې د ملګرو ملتونو د نړیوالو مرستو د همغږۍ دفتر یوه پیغام کې ویلي چې د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره زغم او تعقل مهم دی.‌