یوې امریکايي جوړې د ریاضي ښې پوهې په مټ د ۲۶ میلیونو ډالرو لاټرۍ ګټلې

Jerry and Marge Selbee

د عکس سرچینه، Jerry Selbee

د لاټرۍ ګټل د ډېرو خلکو هیله وي او د بخت کار یې بولي، خو یوې امریکایۍ جوړې د ساده جمعې او منفي حساب په کولو سره او د لاټرۍ شرایطو باندې ځان پوهولو په مټ د لاټرۍ له لارې ښې پیسې وګټلی شوې.

جیري او مارج سیلبي د یوې لسیزې اوږدو کې د امریکا دو ایالتونو کې ډیرې لاټریانې ګټلې.

دې جوړې د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ ۲۶ میلیونه ډالره په لاټریانو وګټل.

د دوی د بریالیتوب راز په څه کې دی؟

یو ساده د حساب ماشین چې تاسو یې په کارولو سره هېڅ قانون نه ماتوئ.

جیري سیلبي وايي، دا حساب یې په دریو دقیقو کې ترسره کړ.

د سیلبي کورنۍ دا عجیبه او غیر معمولي کیسه تر هالیووډه ورسېده.

جیري او مارج باندې هالیووډ فلم جوړ کړ چې تېره میاشت خپور شو.

"دا بنسټیز جمع او تفریق دی"

Jerry y Marge Selbee

د عکس سرچینه، Getty Images

جیري او مارج د شپږو ماشومانو له لویولو وروسته خپل کار و بار ختم کړ خو دا سوچ به یې تل کاوه چې پاتې ژوند څنګه تېر کړي؟

یوه ورځ جیري د وینډفال د لاټرۍ اعلان ولید.

د لوبې اصول یې ولوستل او یوه لنډه محاسبه یې ځان سره وکړه چې له دې سره د یوه لوی او ښه چانس احساس یې وکړ.

د وینډفال لاټرۍ ګټلو لپاره لومړی باید له پلورونکي د شمېرو لړلیک واخلئ چې هغه کې د خپلې خوښې ۶ عددي شمېره غوره کړئ یا یې خپله درته جوړه کړئ.

پلورنکی ستاسو لخوا جوړه شوې شمېره ماشین ته دننه کوي ثبتېږي او تاسو ته یې د کاغذ په مخ چاپ شوې بڼه درکوي.

Bryan Cranston, Jerry Selbee, Marge Selbee and Annette Bening pose for a promotional picture

د عکس سرچینه، Paramount+

کله چې د لاټرۍ غوره نمبر اعلان شو تاسې کولی شئ د انټرنېټ په مټ یا هم خپله له پلورونکي سره اعلان شوی نمبر او د خپلې خوښې جوړه کړې شمېرې سره پرتله کړئ که یو ډول وې لاټرۍ ستاسو ده.

خو وینډفال لاټرۍ کې له غوره نمبر سره ورته شمېره په ډېره سخت برابرېږي.

کله چې له غوره نمبر سره ورته شمېره پیدا نه شي بیا هغه کسان چې یوازې ۵، ۴ او ۳ عدد یې ورسره ورته وي د غوره نمبر پیسې په دوی وېشل کېږي.

دا چې دې لاټرۍ کې د غوره نمبر ګټل ډېر ګران کار دی جیري په دې خبره پوهېده هغه سوچ وکړ او له یوه لنډ حسابه وروسته یې حل لاره پیدا کړه.

نوموړی وايي، د خپل حساب او اټکل پر بنسټ یې د ۱،۱۰۰ ډالرو لاټريانې واخیستې او ډاډه وه چې د ۴ وروته عددونو لاټرۍ کې جانس ورته برابریږي.

جیري په همدې لاټریانو ۱،۹۰۰ ډالره بېرته ترلاسه کړل.

د ټکټ اخیستلو شرکت

A lottery ticket from the Georgia state lottery

د عکس سرچینه، Getty Images

ارزونې ښيي چې امریکایان په کال کې شاوخوا ۷۰ میلیارد ډالره د دولتي لاټرۍ په رانیولو لګوي.

دا په منځني ډول د هر سړي په سر $ ۲۳۰ ډالره رسیږي.

جیري په دویم ځل د ۳،۶۰۰ ډالرو په لګولو سره ۶،۳۰۰ ډالر وګټل.

دریم ځل کې د ۸۰۰۰ ډالرو په لګولو سره دوه برابره پیسې وګټلې.

یادې جوړې خپلې همدې چارې ته دوام ورکړ او پر پیسو یې شرکتونه جوړ کړل او د لاټرۍ پلور او پېر یې په یوه کاروبار بدل کړ او نور کسان یې هم په کې ښکېل کړل.

دوی په یوه لاټرۍ کې ۸۵۳،۰۰۰ ډالره هم ګټلي وو.

Bryan Cranston and Annette Bening look at lottery tickets in a scene of Jerry & Marge Go Large

د عکس سرچینه، Paramount+

یادې جوړې شپږ کاله د لاټرۍ ګټلو لپاره د متحده ایالاتو شپږو ایالتونو ته سفرونه کول او لاټرۍ رانیولې او ګټلې.

۸۰ کلن جیري وايي، دا کړنې راته په یو ډول سرګرمي او ساعتري اوښتې وې.

نوموړی وايي: "دا ستاسو په ځان باور زیاتوي. په هغه څه کې بریالي کېږي چې ګټه یې تاسو، ستاسو ملګرو او کورنۍ ته هم رسیږي."

ایا دوی یو ناقانوني کار کړی؟

دې کار دولتي چارواکي دې ته اړ کړل چې وڅیړي ایا په لاټرۍ کې کومه درغلۍ یا فساد شته.

خو چارواکي ډېر حیران شول او یې وموندله چې دې چاره کې هېڅ ناقانونه څه نه دي شوي.

Annette Bening by a ticket machine in a scene of Jerry & Marge Go Large

د عکس سرچینه، Paramount+

اړونده چارواکو دا ومنله چې نه یوازې دې جوړې هیڅ ناقانونه کار نه دی کړی بلکلې په ریاضي کې ښه پوهه لري او د لاټري ګټلو قانوني لاره یې پیدا کړې ده.

دا لاټري له دې ناندریو وروسته بیخي بنده شوه.

خو جیري او مېرمنې ته یې د مالیې له ورکړې وروسته ۸ میلیونه ډالره پاتې شول.

دغې جوړې خپلې پیسې د عیش او عشرت پر ځای د خپلو لمسیانو په تعلیم او د خپل کور په رغونه یې ولګولې.