د امریکا کليفورنیا کې د ځنګليز اور له کبله بېړنی حالت اعلان شوی

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا کلیفورنیا ایالت کې 'یوسېمیتي ملي پارک' ته نژدې لګېدلی ځنګلي اور په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی او زرګونه کورونه یې خطر سره مخامخ کړي دي.
د دې ايالت په یوه برخه کې بېړنی حالت اعلان شوی دا اور د جمعې د ورځې راهیسې په چټکۍ سره خپرېږي، اور وژونکي هڅه کوي چې کابو يې کړي.
ويل کېږي تر ۶۰۰۰ ډېر کسان له سیمې ایستل شوي او ۱۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
د کلیفورنیا د ځنګلونو او له اوره د خوندیتوب ادارې "کال فایر" د شنبې پر ورځ ویلي دا اور تر دې دمه په بشپړ ډول له کنټروله بهر دی.
د دې ادارې رپوټ کې راغلي "د اور چاودونکی چلن اور وژونکي له ننګونو سره مخامخوي."
کلیفورنیا کې دا اور داسې مهال لګېدلی چې د امریکا مرکزي او شمال ختیځې سیمې هم له سختې تودوخې سره مخ دي.
پلازمېنه واشنګټن ډي سي او دالاس کې د سانتیګراد د ۳۸ درجو تودوخې وړاندوینه شوې.
په دوی کې بیا یوازې نیویارک په نسبي ډول لږ څه سوړ دی.
اوکلاهاما کې د یکشنبې پر ورځ پکې د سانتیګراد د ۴۱ درجو اټکل شوی او هلته یوه چارواکي ویلي، امریکا کې د اب و هوا اړوند مړینو یو اصلي لامل تودوخه ده.
کلیفورنیا کې دا ځنګلي اور په ځايي وخت د جمعې تر غرمې وروسته ولګېد، خو ډېر ژر خپور او پراخ شو.
اوس هلته زرګونو کسانو ته ویل شوي چې له سیمې ووځي.

د عکس سرچینه، Reuters
د اقلیم بدلون د وچې او تودې هوا خطر زیاتوي چې ښایي دا ځنګلي اورلګېدنې لا ډېرې کړي.
د نړۍ هوا د صنعتي کېدو د پېر یا عصر له پیله ۱ اعشاریه ۱ درجه توده شوې.
اندېښنه دا ده چې که دولتونه د کاربن ډای اوکسایډ غازو د خپرېدو مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه وانخلي، نو د نړۍ هوا به لا ډېره پیسې توده شي.











