اروپا کې د تودوخې څپه؛ یونان، اسپانیا او ایټالیا کې ځنګلي اورونه په پراخېدو دي

د عکس سرچینه، Getty Images
په ټوله اروپا کې ځنګلي اورونه داسې مهال د پراخېدو په حال کې دي چې د تودوخې څپې د وچکالۍ لپاره لا ډېره زمینه برابره کړې ده.
که څه هم په فرانسې او بریتانیا کې هوا تر مخکې تړمه شوې ده خو په یونان، اسپانیا او ایټالیا کې لا هم اور وژونکي د اور لمبو د پراخېدو د مخنیوي هڅې کوي.
اور د فرانسې جنوب لویديځ سیمه سخته ځپلې ده خو اوس یې د کنټرولو چارې پیل شوې دي.
د تودوخې څپه اوس د شمال ختيځ په لور روانه ده او د المان په سیندونو کې د اوبو کچه ټيټه شوې چې له کبله یې د اوبو له لارې د لېږد رالېږد او ټرانسپورټ مخه نیولې ده.
د انساني کړنو له شامته د رامنځ ته شوي اقلیمي بدلون له کبله د تودوخې څپې شدیدې او اوږدمهاله شوې دي او په پرله پسې ډول تکرارېږي.
په پرتګال کې تر زرو د ډېرو کسانو او په اسپانیا کې لږ تر لږه د پنځه سوه تنو د مړینې لامل د تودوخې شدت بلل شوی دی.
په یونان کې نژدې پنځه سوو اور وژونکو د پلازمېنې اتن په شمال ختيځ کې پراته پينټلي غره کې د اور لمبو د پراخېدو د مخنيوي لپاره هلې ځلې وکړې.
له سیمې د بي بي سي خبریال کوستاس کوکوماکاس وايي چې پالیني ته په نژدې ښارګوټي کې د برېښنا دولتي کارکوونکي د برق سوځېدلو ستنو په لرې کولو لګیا وو.
یونان؛ "اسمان تک سور و، کور نه مې لمبې چاپېره وې"

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د دې سیمې یو ۸۷ کلن اوسېدونکی ټاکېس پاناګوپولوس وايي چې سهار وختي درې بجې یې تک سور اسمان ولید.
دی زیاتوي، "د اور لمبې مې تر کور چاپېره وې. زه په موټر کې له سیمې په تېښته بریالی شوم".
ښاغلی پاناګوپولوس یو ممثل او د تیاتر لوبغاړی دی. دی وايي چې سوځېدلی کور به یې بیا هم ورغېږي خو د تیاتر تر ۱۲ سوو د ډېرو کتابونو کلېکسون یې د اور لمبو لولپه او خاورې ایرې کړ. چې په خبره یې، بېرته په لاس نه ورځي.
په سیمه کې د اوبو وړونکې نژدې ټولې څانګې په کار ګمارل شوې دي.
اوروژونکو له چورلکو پر لمبو اوبه پاشلې خو د هوا توندو څپو اور پراخاوه او د دوی لپاره یې پر لمبو د کنټرول چاره سخته کړې وه. د هوا د څپو چټکتیا په ساعت کې ان ۸۰ کیلومټرو نه هم اوښتله.
یوناني چارواکو ویلي چې په دې برخه کې له نورو څېرمه سیمو هم د مرستې غوښتنه شوې ده.
د ختيځ ګیراکس په ګډون د اورلګېدنې له خطر سره مخ سیمو نه سلګونه خلک خوندي سیمو ته ایستل شوي دي. ګیراکس شاوخوا ۳۰ زره وګړي لري.
د ماشومانو یو روغتون او د اتن ملي څارونکو اداره هم تخلیه شوې ده.
اور وژونکي: فرانسه باید داسې حالاتو ته چمتوالی ولري

د عکس سرچینه، EPA
فرانسه، په ځانګړي ډول د دغه هېواد سویل لویديځ ژیروند له هغو سیمو ده چې سخت اور پکې لګېدلی و. که څه هم اوس پر اور د کنټرول په چارو کې پرمختګ شوی دی.
هلته تودوخه د پرون سې شنبې په ورځ ۴۰ درجې وه خو نن چهارشنبه شاوخوا ۲۰ ته راټيټه شوې ده.
د ژیروند د لاتیستې دي بوچ سیمه اور ډېره ځپلې ده. ښاروال یې پېټرېک داوېت بي بي سي ته ویلي چې، "اوس پر اور د کنټرول لپاره شرایط برابر شوي دي".
خو ده له خلکو غوښتي چې "حوصله" وکړي ځکه چې په خبره یې، ښايي وضعیت بدل شي.
د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون هم نن چهارشنبه د ژيروند سیمې لیدنې ته ورغلی.
د ده تر رسېدو مخکې یوه اور وژونکي بي بي سي ته ویلي وو چې فکر کوي فرانسې د دې حالت لپاره څنګه چې په کار و، هغسې چمتوالی نه درلود.
د دغه او وژونکي نوم نه دی په ډاګه شوی خو ویلي یې دي، دی پوهېږي چې د اړتیا وړ الوتکې ګرانبیه دي خو دې ته ورته اورلګېدنې بیا هم ښايي پېښې شي نو ځکه باید فرانسه مخکې له مخکې داسې حالت ته چمتوالی ولري او پر دې برخې کافي پانګونه وکړي.
هسپانیا: ۵۶۰۰ هېکټاره ځمکه سوځېدلې

هسپانیا هم له څو ځنګلي اورلګېدنو سره مخ ده.
که څه هم هلته د ځايي چارواکو په خبره په مرکزي زامورا ایالت کې اور کنټرول شوی دی خو په شمال لویديځ ګالیسیا سيمه کې لا هم په دوو سیمو کې په پراخه کچه ځنګلي اورونه بل او له کنټروله وتلي دي.
د بي بي سي د خبریال د رپوټ له مخې اور اوس د ګریدوس غره په لمنو کې د ختيځ ماډریډ په لور د پراخېدو په حال کې دی.
د اراګون په شمال ختيځه سیمه کې د اور لمبو ۵۶۰۰ هېکټاره (۱۳ زره جریبه) ځمکه سوځولې ده.
پراخه اور په تېرو څو ورځو کې ایټالیا هم سخته ځپلې ده او خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې د پنجشنبې په ورځ به هلته د تودوخې څپه خپلې لوړې کچې ته پورته شي.
په داسې حال کې چې د تودوخې څپه د اروپا شمال ختیځ ته په حرکت ده، د المان د هوا پېژندنې ادارې د مالوماتو له مخې، د دغه هېواد په ځينو برخو کې د هوا تودوخه ۳۸ درجې ثبت شوې ده.
د دې تر څنګ هلته او د ورڅېرمه بلجیم په ځینو سیمو کې د تندر غورځېدو، د سختو ورښتونو او توندو بادونو اټکل هم شوی دی.










