اروپا کې د تودې هوا څپه؛ فرانسه او اسپانیا کې یې نوی ریکارډ جوړ کړی

د عکس سرچینه، Getty Images
د لوېدېځې اروپا ځینې برخې روانه اوونۍ د تودې هوا له سوځوونکې څپې سره مخ دي. دا څپه له افریقا د شمال پر لور را الوتې ده.
اسپانیا او فرانسه کې ویل شوي د دې موسم د تودې هوا ریکارډ مات شوی. د دغو هېوادونو روغتونونه او برېښناکوټونه دواړه تر فشار لاندې دي.
فرانسه کې چارواکو ویلي هلته ځینو سیمو کې د شنبې پر ورځ تودخه د سانتیګراد په کچه ۴۲ درجو ته رسېده.
ساینسپوهانو خبرداری ورکړی چې د نړۍ د اقلیم بدلون له کبله د تودې هوا څپې په ډېرېدو، له خپل موسم په رامخته کېدو او سختېدو دي.
فرانسه کې د هوا پوهنې ادارې چې له ۱۹۴۷ کال راهیسې د هوا بدلونونه څاري، ویلي سږ کال دغه هېواد کې د تودې هوا څپه د ریکارډ په کچه رامخ ته شوې ده.
اسپانیا کې بیا اور وژونکي د کاتلونیا ځنګله کې له لګېدلي اور سره پنجې نرموي.
ایټالیا کې کروندګرو خبرداری ورکړی چې محصولات یې د وچکالۍ له کبله په اغېزمنېدو دي. دغه هېواد کې د پاو سیند اوبو کچه د موسمي اوسط پرتله درې پر څلور برخې کمې شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Getty Images





